چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

سوله او ثبات د سيمه ييزو هېوادونو ګډې ګټې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 13, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د شانګريلا ډيالوګ ۲۱مه کلنۍ غونډه په دې وروستيو کې په سينګاپور کې ترسره شوه، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د امنيتي همکاريو پياوړتيا يې د بحث او خبرو اترو يوه مهمه موضوع وه.

د اسيا او ارام سمندر سيمې خلک د همغږۍ او سولې غوښتونکي دي. دلته له تېرو څو زرګونو کلونو راهيسې د مختلفو تمدنونو، مذهبونو، ملتونو او سياسي نظامونو لرونکي هېوادونه يو د بل تر څنګ جوړ شوي او د همغږۍ په فضا کې يې ګډ ژوند کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

امريکا له يوې مودې راهيسې د چين  پرمختګ د مخنيوي او په ټوله نړۍ کې د خپل تسلط د ساتنې په موخه خپله پوځي ټلواله پر له پسې پياوړې کوي او کله کله په سیمې کې ډله ييزې مقابلې راپاروي، چې له امله یې د اسيا او ارام سمندر سيمې حالاتو کې ستر بدلونونه راغلي دي.

د فليپين نوي حکومت د جنوبي سمندرګي په اړه نړيواله اجتماع ماته کړې، په ژن ای پرښې او هوا يان ټاپو کې يې پر له پسې لمسوونکې او د نه منلو وړ کړنې ترسره کړي او له امريکايي ځواکونو سره يې پراخې پوځي مانورې جوړې کړې دي.

امريکا په خوله د نړيوال نظم د مراعاتو او د سيمې د سولې او ثبات د خونديتوب ادعا کوي او ځان د سيمه ييزې سولې او عدالت ساتونکی بولي، خو په عمل کې بيا له خپلو ملګرو سره د پوځي ټلوالې په پياوړتيا د تقابل او ګواښ ملاتړ کوي او په دې هڅه کې ده، چې له نورو هېوادونو څخه په ګټې اخيستو، د چين د پرمختګ مخه ونيسي، د شخړو په پارولو يې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د سيمې  حالاتو د خرابولو له لارې خپل تسلط ټينګ وساتي.

ګډ امنيت او تلپاتې سوله د اسيا او ارام سمندر سيمې د مختلفو هېوادونو حکومتونو او خلکو اصلي ارمان او هم د سيمې د پرمختګ او سوکالۍ مهم تضمين دی. تلپاتې سوله او امنيت د سيمې هېوادونو خپلواکې ستراتيژۍ او ګډو همکاريو ته اړتيا لري.

د نړيوال امنيت وړانديز، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی، د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريز امنيت د ابادۍ او د تلپاتې سولې د ترسره کېدو لپاره سمه لارښوونه برابره کړې ده.

۱- مختلف هېوادونه دې پر خپلواکې ستراتيژۍ ټينګار ولري، په خپله دې د هېواد د امنيتي چارو پرېکړې وکړي او د لويو هېوادونو په ستراتيژيکو لوبو کې دې د شطرنج دانې نه ګرځي.

۲- د سيمې هېوادونه دې خپلمنځي امنيتي اجتماع رامنځته کړي، د پوځي ټلوالې په پياوړتيا له ډله ييزې مقابلې سره دې مخالفت وکړي او د خپل ځان امنيت دې د نورو د ناارامۍ په بدل کې نه ترسره کوي.

۳- د سيمې هېوادونه دې خپلمنځي توپيرونه په مناسب ډول کنټرول کړي، سلامشورو او خبرو اترو ته دې دوام ورکړي او له دې څخه دې ډډه وکړي چې په يو اړخيزو کړنو حالات نور ترینګلی شي. سيمه ييز هېوادونه دې خپلمنځي همکارۍ پرمخبوزي، په سيمه ييزو امنيتي چارو کې دې د اسيان مرکزي رول ته درناوی ولري، د جنوبي سمندرګي د عملياتي قاعدو په اړه خبرې اترې دې چټکې کړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ امنيت ټولنه دې جوړه کړي.

د چين دفاع وزير دونګ جون د شانګريلا ډيالوګ سږنۍ کلنۍ غونډې ته ويلي، چې اوسمهال د جنوبي سمندرګي حالت عموماً ثابت ښکاري.دا د سيمه ييزو هېوادونو د ګډو کوښښونو پايله ده، خو ځينې هېوادونه بیا د بهرنيو ځواکونو په لمسونې او بد نيت په سیمې کې ورانکارې کړنې ترسره کوي، حتی خپلې ملي ګټې هم له پامه غورځوي او د سيمې ثبات خرابوي، نو په پايلې کې به یې د اور لمن تر کوره رسيږي.

اسيا او ارام سمندر د سيمې هېوادونو ګډ کور دی. سوله او ثبات د سيمې هېوادونو ګډې ګټې او هم د نه مخنيوي وړ زماني تمايل دی.

چين به تل په صميميت، باور، ګټې-ګټې همکارۍ او ټولشموليت له بېلا بېلو سيمه ييزو هېوادونو سره دوستانه او همکاريزې اړيکې ټينګې کړي، د سيمې سوله، ثبات، پرمختګ او سمسسورتيا به په ګډه ورسره وساتي او ګډ کور به ورسره ښکلی او اباد کړي.

Previous Post

شل اوریز نړیوال جام؛ نن درې لوبې ترسره کیږي

Next Post

شي جین پینګ د چین د ساینسي علومو اکاډمۍ غړي او د چینګهوا پوهنتون استاد ياو چي جي ته ځوابي پيغام ولېږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جین پینګ د چین د ساینسي علومو اکاډمۍ غړي او د چینګهوا پوهنتون استاد ياو چي جي ته ځوابي پيغام ولېږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ترویکا غونډې ګډونوال: له تور لیسته طالب مشران باسو خو باید تاوتریخوالی کم کړي

د ترویکا غونډې ګډونوال: له تور لیسته طالب مشران باسو خو باید تاوتریخوالی کم کړي

مې 1, 2021
قطر او امریکا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

قطر او امریکا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

اگست 4, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ