د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي، د اوکراين جګړه ښايي څو کاله دوام وکړي. ده له همدې کبله پر لويديځو هيوادونو غږ کړی چې د کيېف ملاتړ ته چمتووالی ولري. سټولټنبرګ له جرمني رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې که لويديځ هيوادونه د اوکراين ملاتړ ونه کړي نو روسيه به له جګړو لاس وانخلي. د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي يو ځل بيا د پرمختللو پوځي تجهيزاتو غوښتنه کړې ده. نوموړي د اوکراين په مختلفو ښارونو کې د اوکرايني پوځيانو له مقاومت هم ليدنه کړې او هغوی ته يې ډاډ ورکړی چې د بريالي کېدو لپاره به يې په هر اقدام لاس پورې کړي.












