د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر بایډن به نن د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره انلاین غونډه وکړي. په پام کې ده چې دواړه مشران به د نړیوال اقتصاد، کورونا وبا او یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو په هکله بحث وکړي. د سپینې ماڼۍ له لوري په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر بایډن به د اوکرایین پر ضد د روسیې د ظالمانه جګړې او په نړیواله کچه د خوړو او اړتیا وړ توکو پر عرضې سلا مشورو ته دوام ورکړي. د یادونې وړ ده چې د لوېدیځو هېوادونو له بندیزونو وروسته روسیه د خپلو تېلو لپاره نوي بازارونه لټوي او هند په پریمانه کچه دا تېل پېري، ځکه ويل کيږي چې د نړيوالو نرخونو په پرتله په ارزانه بيه پرېوځي. په ځینو راپورونو کې ويل شوي چې هند له روسيې شپږ میلیونه بېرله تېل پېرلي دي. که څه هم لويديځ تر دې وړاندې د يادې معاملې له کبله هند ته ګوتڅنډنه کړې وه، خو هندي چارواکو ويلي وو چې له روسيې يې د تېلو د وارداتو کچه دومره ده لکه په يوه لوی لوښي کې يو څاڅکی. د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال دلیپ سینګ چې په وروستيو کې نوي ډيلي ته سفر کړی و، ويلي وو چې امريکا هند ته له روسيې د تېلو د وارداتو په برخه کې سره کرښه نه ټاکي، خو دا هم نه شي زغملی چې دغه هېواد دې له بنديزونو سره سره له روسيې د تېلو د وارداتو کچه لوړه کړي.












