سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

شل کلنې جګړې افغانستان ته څه ورکړل؟

لیکواله: د چین د ټولنیزو علومو د اګاډمۍ غړې؛ وانگ فنگ / ژباړه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
لانګ ور ژورنال: ټولې افراطي او ترهګرې ډلې په افغان جګړه کې ښکېلې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 ۲۰۲۱م کال په امريکا کې د سپتمبر د يوولسمې پېښې د رامنځته کېدو له شلمې کاليزې سره برابر دی او هم په افغانستان کې د امريکا د پيل شوې جګړې شلمه کاليزه ده. يادې جګړې چې اوږده موده يې دوام لرلی، امريکايي سرتيرو ته سخته مرګ ژوبله اړولې او پايله کې امريکايي ځواکونه اړ شول، چې له دغه هيواد څخه ووځي. د ولسمشر جوبايډن په مشرۍ د امريکا حکومت د ۲۰۲۱م کال د اپريل په څوارلسمه نېټه اعلان وکړ، چې د همدې کال د سپتمبر تر يوولسمې نيټې پورې به له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتيري وباسي. دوی په افغانستان کې شل کاله تېر کړل، خو دغه هيواد ته يې څه ورکړل؟

د سپتمبر د يوولسمې نيټې تر پېښې وروسته امريکا پر افغانستان بريد وکړ، چې په پايله کې يې د طالبانو رژیم نسکور شو او له دې هېواد څخه د القاعدې سازمان وشړل شو. تر هغه وروسته امريکا په دوامداره توګه په دغه هېواد کې د تش په نامه د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړه او د افغانستان د بيا رغونې لپاره يې هڅې وکړې، چې له امله يې په دغه هېواد کې ديموکراتيک جمهوري سياسي نظام جوړ شو او اقتصاد يې په ټيټ سرعت سره پرمختګ وموند او ملي امنيتي ځواکونه يې جوړ کړل.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

افغانستان ته د امريکې له راتګ څخه شل کالونه تېر شول، خو دغه هيواد لا هم له شخړو او کړاوونو تېريږي. په افغانستان کې د امريکا له خوا د پيل شوې جګړې يوه ستراتيژيکه موخه دا ده، چې افغانستان به بيا د ترهګرو پټنځای نه ګرځي، خو دغه موخه لا اوس هم نه ده پوره شوې. که څه هم د طالبانو رژیم نسکور شو، خو په ۲۰۰۳م کال کې دوی بيا تنظيم شول او د حکومت او امريکا ضد سياسي او پوځي قوت ګرځيدلی، چې د غړو شمېر يې له اتياوو زرو څخه زيات دی. پر طالبانو سربېره د القاعدې او داعش په شمول ځينې نورې تندلارۍ ډلې هم  په افغانستان کې فعالې دي. د ۲۰۱۹م کال په جون کې د نړيوالې سولې کلني راپور خپور شو، چې له مخې یې افغانستان د سوريې پر ځای په نړۍ کې نا امنه هېواد ياد شوی و.

شل کلنه جګړه په افغانستان کې د سخت بشري ناورين د رامنځته کېدو سبب شوې ده. تر ۲۰۱۹م کال پورې د دغې جکړې له امله څلوېښت زرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ور کړی او د ټپيانو شمېر يې له شپېتو زرو څخه اوښتی او شاوخوا يوولس ميليونه خلک یې کډوال شوي دي.

د همدې جګړې له امله افغانستان په نړۍ کې يو وروسته پاتې هېواد ګرځيدلی، صنعتي او کرنيز بنسټ يې کمزروی شوی او د غلو دانو توليد يې خپلې اړتياوې هم نشي پوره کولی. دغه راز اقتصاد يې د نورو هېوادونو پر مرستې تکيه کوي او ډېر خلک یې بې وزله دي. له  ۲۰۱۹م څخه تر ۲۰۲۰م مالي کال پورې د افغانستان د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت شاوخوا  ۱۸ ميليارډه او ۸۹۰ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوی، چې د هر تن په سر کلنی عايد یې ۵۸۶ اعشاريه ۶ امریکايي ډالره ښودل شوی دی.

که څه هم د دغه هېواد مالي عايدات کال په کال زياتيږي، خو په تېرو مسلسلو کلونو کې يې عايدات د لګښتونو لپاره کافي نه دي او ۶۰ سلنه مالي بودجه له نړيوالو مرستو څخه تر لاسه کوي. د دې ترڅنګ په دغه هيواد کې د وزګارۍ انډول په تېرو څو کلونو کې زيات شوی او په ۲۰۱۹م کال کې دغه انډول په سلو کې ۴۰ ته رسيدلی دی. ځيني کارکوونکي هره مياشت يوازې شپېته امریکايي ډالره معاش ترلاسه کوي او د ژوند تېرول ورته ستوزمن کار دی.

په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د جګړې او د دغه هېواد د بيارغونې ناکامېدل له بېلا بېلو عواملو سره تړاو لري، چې په دې جمله کې امريکا د دې جګړې د پيلولو تر ټولو لوی عامل دی.

لومړی، تر سړې جګړې وروسته امريکا په نړۍ کې يوازینی هېواد دی، چې د بادارۍ د لټولو لپاره يې په نورو هېوادونو کې جګړې پيل کړي، چې له امله يې په افغانستان کې هم د ترهګرۍ ضد د جګړې موده اوږده شوې ده.

 دوهم، امریکايي پوځ په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې کله نا کله بې ګناه ملکيان هم وژلي او په دغه هېواد کې يې مذهبي او کلتوري چارې له پامه غورځولي او پر بنديانو يې ډېر ظالم کړی دی، چې له امله يې د افغانانو غصه را پارېدلې او له همدې امله هم ډېر خلک د امریکا او حکومت ضد ډلې کې شامل شوي دي.

درېیم، لويديځه ډيموکراسي د افغانستان له مشخصاتو سره سمون نه لري، ځکه عصري ډيموکراتيک سياسي نظام په اروپايي هېوادونو او امريکا کې جوړ او عملي شوی، چې دغه نظام په دغو هېوادونو کې په تېرو سلګونو کلونو کې د ريسانس او صنعتي انقلاب په شمول له بېلابېلو پړاوونو تېر شوی او وروسته يې په اروپايي او امريکايي هېوادونو کې ځای نيولی دی، خو افغانستان د دغه نظام د جوړېدو لپاره مناسب اقتصادي او کلتوري بنسټ نه لري.

تېرو شلو کلونو ته په کتو، دغې جګړې افغانستان ته يوازې شخړه او بې وزلي راوړې ده.

Previous Post

حامد کرزی طالبانو او حکومت ته؛ پردۍ دسیسه روانه ده، د سولې فرصت مه ضایع کوئ

Next Post

کېنټ مکینزي: امریکا د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
کېنټ مکینزي: امریکا د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي

کېنټ مکینزي: امریکا د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسه

د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسه

جولای 26, 2020
ام ټي ان د خپل نوي کمپاین له لارې له خلکو څخه غواړي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ماسک اغوستل دود کړي

ام ټي ان د خپل نوي کمپاین له لارې له خلکو څخه غواړي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ماسک اغوستل دود کړي

سپتمبر 9, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved