د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وايي، په شمالي ولایتونو کې له اړوندو کانونو څخه هره ورځ نږدې زر ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي، چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغه شرکت سوداګریز رئیس عبدالمنان مخلص وايي، تېر کال له دغو کانونو څخه په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ ټنه سکاره استخراجېدل. نوموړی زیاتوي، د تولید ترڅنګ د ډبرو سکرو په کیفیت کې هم ښه والی راغلی او اوس هغه ډول سکاره استخراجېدای شي چې بازار ورته اړتیا لري. مسوولین وايي، که په بازار کې د ډبرو سکرو غوښتنه زیاته شي، د استخراج ظرفیت لا هم لوړولی شي.













