د چین دولت رئیس شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي یوان د اګست د ۲۶مې نېټې په سهار په بېجینګ کې د کمبوډیا له پاچا نوردوم سیهاموني او د ده له مور نوردوم مونینیټح سیهانوک سره وکتل.
شي جين پينګ د جاپاني یرغل ضد د چینایانو جګړې او د فاشیزم ضد د نړیوالې جګړې د بریالیتوب د ۸۰ کلیزې د یادونې په فعالیت کې د ګډون په موخه چین ته د راغلو مېلمنو هرکلی وکړ . ده وویل، د چین او کمبوډیا ترمنځ اړیکې له تاریخي ننګونو تېرې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې اوسمهال نړیوال وضعیت ترینګلی دی، دواړه هېوادونه باید یو ځای ودرېږي، خپلمنځي همکاري او همغږي دې زیاته کړي تر څو د چین او کمبوډیا د ګډ برخلیک ټولنه ژر جوړه شي.
د کمبوډیا پاچا سیهاموني او مور يې نوردوم سیهانوک د نړیوالې سولې د ساتلو لپاره د چین د سترو خدمتونو یادونه وکړه او هغه يې نه هېرېدونکي وبلل.
دوی دغه راز ویلي چې کمبوډیا تل له چین سره اړیکو ته په ستراتیژيک نظر ګوري او غواړي چې له چین سره دودیزې دوستانه اړیکې لا نورې ژورې کړي.











