چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ به د چين او افريقا د همکارۍ فورم د سږنۍ سرمشریزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 24, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګست په ۲۳مې نېټې اعلان کړی چې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ به د سپتمبر په پنځمه نېټه د ۲۰۲۴ م کال د چين او افريقا د همکارۍ فورم د سرمشریزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا  وکړي . رئيس شي جين پینګ به د دې سرمشریزې په موده کې د دې فورم کې د افريقايي مشرانو، د افریقايي او نړيوالو سازمانونو د استازو د هرکلي لپاره مېلمستیا جوړه او دوه اړخيز فعالیتونه هم  تر سره کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال چن شياو دونګ د اګست په ۲۳مې نېټې په يوه خبري ناسته کې ويلي چې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ به د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ  د نوې مفکورې، ادعاوو او له افريقا سره د همکارۍ د نويو عملياتو او تدبيرونو په هکله وينا وکړي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي به د دې سرمشریزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون ولري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ۲۰۲۴ م کال د چين او افریقا د همکارۍ فورم سرمشريزه به د سپتمبر له څلورمې نېټې څخه تر شپږمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي. د چين د بهرنيو چارو وزير مرستیال چن شياو دونګ ويلي چې د چين او افريقا مشران به د عصري کېدوبهیر د پرمخ بېولو او د چين او افريقا د ګډ برخليک د لوړې سويې لرونکې ټولنې د ابادۍ تر سرليک لاندې د خپل منځي دوستۍ د لا ټينګښت، د دوه اړخیزې همکارۍ د مشورې او د روښانه راتلونکې په باب بحثونه وکړي. د دواړو خواوو د مشورو د نتيجې له مخې په دې سرمشريزې کې به اړونده اعلاميه او عملي پلان تصويب شي او په راتلونکو درېیو کلونو کې به د دواړو خواوو ترمنځ د باکيفيته همکارۍ لارې چارې وټاکل شي. هغه وويل چې دغه فورم د ۲۰۰۶ م کال د بېجینګ، د ۲۰۱۵ م کال د جوهانسبورګ او د ۲۰۱۸م کال د بېجينګ تر سرمشريزو وروسته د چين او افريقا د دوستانه لويې کورنۍ بله ستره غونډه ده او هم د چين په کوربتوب همداسې ډيپلوماتيک فورم دی چې پيمانه يې لويه ده او پکې د ګډون کوونکو بهرنيو مشرانو شمېر ډېر دی. رئيس شي جين پینګ به د سپتمبر د څلورمې نېټې په ماښام له خپلې مېرمنې سره په دې سرمشريزه کې د افريقايي مشرانو د جوړو د هر کلي مېلمستیا تر سره کړي او ورسره به له هنري نندارې څخه خوند واخلي. د سپتمبر د پنځمې نېټې په سهار به د دې فورم د سرمشريزې د پيل مراسم تر سره شي او رئيس شي  جين پینګ به يوه مهمه وينا وکړي.

د معلوماتو له مخې په همدې ورځ د چين په ملي کنفرانس مرکز کې  د حکومتولۍ، صنعتي او عصري کېدو، سوله او امنيت او د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ په شمول د څلورو موضوعاتو په اړه لوړپوړې غونډې جوړې شي او د چين او افريقايي هېوادونو مشران به په ګډه د دغو غونډو مشري وکړي. نوموړي وويل چې له يادو څلورو موضوعاتو څخه د اوسنۍ زمانې غوښتنې او عصري پرمختګ ته د چين او افريقا ګډه پاملرنه او په نوې زمانه کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم د ابادۍ مهم لوری ښکاري.

هغه وويل چې دا لومړی ځل دی چې د یاد فورم تر چوکاټ لاندې څلور لوړ پوړې غونډې تر سره کېږي چې د اړوندو موضوعاتو مهم ټکي د پاملرنې وړ دي، سرليک يې څرګند دی او هم د دواړو خواوو له اړتياوو  او د فورم په سرمشريزې کې د رئيس شي جين پینګ د وينا له محتوا سره سمون لري. اړوندې خواوې کولی شي چې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ د تر ټولو مهمو او بېړنيو موضوعاتو په باب د نظريو تبادلې پياوړې کړي، د پرمختګ ګډو نظريو ته ورسېږي او د چين او افريقا د ګډ برخليک لوړه سويه لرونکې ټولنې د ابادۍ لپاره حياتي ځواک راوړي.

د چين او افريقا د همکارۍ فورم د جوړېدو له ۲۴کلونو په تېره بيا له نوې زمانې راهيسې دغه فورم تل پر ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او يو له بل سره د پرمختیايي لاسته راوړنو د شريکولو پر اصولو ټينګار کړی او د دواړو خواوو د همکارۍ طلايي نښه بلل شوې او له افريقا سره د همکارۍ په برخه کې  نورو هېوادونو ته د لارښوونې او په نړۍ کې د جنوب -جنوب ترمنځ د همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره د يوه بېرغ په څېر هم دی. هغه دې ته په اشارې سره ويلي چې چين او افريقايي هېوادونه د نړۍ په جنوب کې يانې د پرمختيایي هېوادونو مهم غړي دي. اوس افريقا ځیرکه اوسي او په فعاله توګه يې د ځاني غښتلتیا او د افريقايي هېوادونو د سره يو ځای کېدو لپاره هڅې کړې او کوي يې. نو ويلی شو چې د چین او افريقا ترمنځ د همکارۍ لا پياوړتيا له ښه فرصت سره مخ ده.

Previous Post

مصاحبۀ دمیتری ژیرنوف، سفیر روسیه در افغانستان

Next Post

تېرکال په هېواد کې یو میلیون کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
تېرکال په هېواد کې یو میلیون کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوي

تېرکال په هېواد کې یو میلیون کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پاکستاني طالبانو یو مشر: اوس د پاکستان وار دی چې نا مسلمانه رژیم یې ور بدل کړو

د پاکستاني طالبانو یو مشر: اوس د پاکستان وار دی چې نا مسلمانه رژیم یې ور بدل کړو

اگست 21, 2021
چين پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د پرمختيايي سرچېنو پانګه زياته کړي

چين پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د پرمختيايي سرچېنو پانګه زياته کړي

اپریل 25, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ