د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۷مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ايکواډور له ولسمشر دانيل نوبوا سره وکتل.
ښاغلي نوبوا د داووس په دوبني فورم کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.
شي جين پينګ په دې ليدنې کې وويل، سږ کال د چين او ايکواډور ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو ۴۵مه کليزه ده او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ سرعت ښه دی. ده زیاته کړه چې ايکواډور د “کمربند او لارې” کورنۍ سره يوځای شوی، دواړو خواوو د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړی او د انرژۍ، کانونو استخراج، برېښنا، بنسټيزو تاسيساتو جوړولو او نورو برخو کې يې ګټورې همکارۍ کړې دي. هغه دغه راز ویلي چې چين تل له ايکواډور سره اړيکې د ستراتيژۍ او اوږدمهاله لید لوري پر ازښت قائل دی او غواړي چې د دواړو خواوو تر منځ هڅه کوي چې د همکارۍ هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو په لا زیاتېدو سره د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.
نوبوا هم وويل چې ايکواډور او چين له اوږدې مودې راهيسې متقابل درناوي، برابرۍ او متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکې پاللې او پراخې همکارۍ يې درلودلې دي.
دی وايي چې ايکواډور له چين سره د اړيکو دوامدار زیاتېدو، د اقتصادي او سوداګريزو تبادلې د پياوړتيا او د ساينس او ټکنالوژۍ، کلتور، پوهنې، ځوانانو روزلو او نورو برخو کې د همکارۍ د پياوړتيا په لټه کې دی.
دواړو مشرانو له ليدنې وروسته (( د کمربند او لارې د ابادۍ پلان د ګډې هڅونې په مناسبت د چين او ايکواډور همکاريز تړون)) لاسليک کړ.
د یادونې ده چې په دې لیدنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم حضور درلود.












