د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۶مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د بروني له سلطان حاجي حسن البولکيه سره خبرې وکړې.
شي جين پينګ په خبرو کې وويل، چې د چين او بروني ترمنځ دوديزه دوستي لرغونی تاريخ لري او دواړه هېوادونه بايد د متقابلو ګټو پر اساس همکارۍ او ستراتيژيکي همغږي پياوړې کړي، د درناوي، صميميت او متقابل باور پر بنسټ دې تلپاتي ښه ګاونډيان، ملګري او شريکان پاتې شي. نوموړي زياته کړه، چې چين غواړي له بروني سره په ګډه پرمختګ ومومي او خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.
حسن د بروني د اقتصادي پلوراليزم له پلانه د ملاتړ په پار له چين څخه مننه وکړه او د ده په خبره د بروني خلکو د دواړو هېوادونو ترمنځ له همکاريو څخه ګټې اخيستې دي. هغه زياته کړه، چې بروني د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي له چين سره ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لا ټينګې کړي. نوموړي هيله وښودله، چې له چين سره د بېلا بېلو برخو همکارۍ او انساني او کلتوري تګ راتګ زيات کړي، پر څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ ټينګار وکړي او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتي.
دواړو خواوو د چين او بروني د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګښت او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ اعلاميه خپره کړه.
دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته د قضايي چارو، کمربند او لارې د ابادۍ، اقتصاد او سوداګرۍ او رسنيو په برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.












