د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې اړوندو ادارو ته د سيلابونو د مخنيوي او ژغورندویه چارو لارښوونه او هدايت کړی دی.
شي جين پينګ دې ته په اشارې ويلي، چې په دې وروستيو کې د چين په ختيځ، شمال او شمال ختيځ کې د مسلسلو سختو بارانونو له امله سيلابونه او نور جغرافيايي ناورينونه رامنځته شوي او په بېجينګ ښار او هه بې، جي لين، شان دونګ ولايتونو کې سخت تلفات اوښتي دي.
شي جين پينګ له اړوندو ادارو څخه غوښتنه کړې، چې بايد د سيلابونو د مخنيوي او د زيانونو د کمولو مختلفې چارې په ښه توګه تر سره کړي، سيلاب ځپلو او ورک شويو کسانو د لټولو او ژغورلو لپاره په پوره ځواک سره هلې ځلې وکړي او د خطرناکو سيمو وګړي امنو سيمو ته انتقال کړي، څو د مرګ ژوبلې خطر کم شي.












