د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جون په ۳۰مه نېټه د کاري چلند د اتو مقرراتو د پلي کولو په اړه د ډله ييزې زده کړې ناسته تر سره کړه.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې زده کړې د مشرۍ په وخت کې د ځان اصلاحاتو پر مهم ارزښت ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د غوره سبک د جوړولو له لارې د ګوند هراړخيز او جدي مديريت له ځانه د پیل شویو اصلاحاتو مهمه برخه ده.
شي جين پينګ دغه راز وويل، چې د ګوند داخلي اصلاحاتو لپاره بايد د تفاهم د پياوړتيا، د واکمن چلند د سمون، جدي ډيسپلين او نظارت او د مسئوليت د تطبيق په برخه کې اړوند مقررات په پوره توګه عملي شي.
د جولای لومړې نېټه د چين کمونېست ګوند د جوړېدو له ورځې سره برابره ده. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي په دغه ناسته کې د دې ورځې په مناسبت د دغه ګوند ټولو غړو ته نيکې هيلې وړاندې کړې.











