د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د خلکو په لوی تالار کې د ويتنام له صدراعظم فام مين جين سره چې چين ته په رسمي سفر تللی دی، وکتل.
شي جين پينګ په دې کتنې کې پر دې ټينګار وکړ چې چين او ويتنام دې د ګوندي حکومتولۍ او ادارې په برخه کې د تجربو تبادله ژوره کړي، د خلکو مفکورې ته لومړيتوب ورکړي، د سوسياليستي ابادۍ او د عصري کېدو بهير د پرمخبيولو لپاره له يو بل دې ټينګ ملاتړ وکړي، په ګډه د يو کمربند او يوې لارې لوړ کيفيت لرونکي ابادي پرمخ یوسي، د پرمختيايي تګلارو د يو ځای کېدو کچه دې لوړه کړي او د بنسټيزو تاسيساتو، ډيجيټلي ګمرکونو، زرغونې انرژۍ او نورو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ګړندۍ کړي.
فام مين جين وويل، ويتنام تل د چين د اوږدمهاله ارزښتناکو مرستو يادونه او ستاينه کوي او د مخکنیو مشرانو لخوا جوړ شوي ژورې اړيکې په دقت سره ساتي. ويتنام د يو چين پر تګلارې ټينګ ولاړ دی، د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوي د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن غوښتنو ملاتړ کوي، د ټرانس- پسيفيک سيمې د همکاريزو اړيکو په هراړخيز او پرمختللي تړون کې د چين له ګډون ملاتړ کوي، د يو کمربند او يوې لارې ګډې رغونې ته به دوام ورکړي، په بېلا بېلو ساحو کې به خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو دوامدار پرمختګ ته به وده ورکړي. (ژباړه: شکريه)












