د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۲۹مه نېټه د کوریا جمهوريت د جېجو هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو پېښې په پار د دې هېواد سرپرست ولسمشر چوي سانګ موک ته د تسليت پيغام لېږلی.

شي جين پينګ د يادې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او د چيني حکومت او چينايانو په استازيتوب يې د دې پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره ژوره خواخوږي اود تسلیت مراتب وړاندې کړي. نوموړي په پيغام کې د دې پېښې ټپيانو ته د ژر رغېدو هیله ښودلې ده.









