د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۱مې نېټې د کولمبيا د سختې زلزلې په مناسب د دغه هېواد ولسمشر ابيلارډو ډي لا ايسپليا ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.
په کولمبيا کې د اګست په ۱۰مې نېټې سخته زلزله شوې، چې له امله يې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه رسیدلي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د زلزلې پر قربانيانو خواشيني څرګنده کړې او د هغوی کورنيو او ټپيانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
نوموړي باور ښودلی، چې د کولمبيا خلک به د ولسمشر ايډوارډ ډي لا ايسپليا په مشرۍ د حکومت د لارښوونو په رڼا کې له دغه ناورين څخه ووځي او خپل کورونه به بيا اباد کړي.













