چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ ليما ته رسېدلی او د پيرو مختلفو ټولنو يې تود هرکلی کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 15, 2024
in نړیوال خبرونه
0
شي جين پينګ ليما ته رسېدلی او د پيرو مختلفو ټولنو يې تود هرکلی کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماسپښين په ځانګړې الوتکې کې د پیرو پلازمېنې ليما ته رسېدلی او د دغه هېواد مختلفو ټولنو يې تود هرکلی کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نوموړی به د پیرو د ولسمشرې دينا بورورات  په بلنې د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان ( ايپېک) د مشرانو په ۳۱مې غير رسمي غونډې کې ګډون او له دغه هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.

د رئيس شي جين پينګ ځانګړې الوتکه پر ځايي وخت د نومبر په ۱۴مې نېټې د ماسپښين په يوې بجې د ليما د هوايي پوځ په يوه اډه کې ښکته شوه او د دغه هېواد د وزيرانو غونډې مشر انريانزن په شمول څو لوړ پوړيو چارواکو يې د الوتکې زېنې مخې ته د رئيس شي جين پينګ تود هرکلی کړی او د دغه هېواد کوچنيو نجونو، چې خپلې ملي جامې يې پر تن وې، شي جين پينګ ته د تازه ګلونو ګېډۍ وړاندې کړي او په چيني ژبې يې ورته سلامونه او ښه راغلاست ویلی دی.

پیرو د لاتيني امريکا له هغو هېوادونو څخه دی، چې له نوي چين سره يې ډېر وختي سياسي اړيکې ټينګې کړي او پر ډيپلوماتيکو اړيکو يې ۵۳ کاله اوښتي، چې په درشل کې يې اړيکو ثابت پرمختګ موندلی دی او په تېره بیا په ۲۰۱۳ کال کې د هراړخيز ستراتيژيک مشارکت له ټينګېدو راهيسې يې دوه اړخيزې اړيکې ډېرې غوړېدلې دي.

پیرو د لاتيني امريکا لومړی هېواد دی، چې له چين سره يې د ازادې سوداګرۍ يو لړ تړونونه لاسليک کړي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په وړانديز کې شامل شوی دی. چين له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د پیرو تر ټولو لوی سوداګريز همکار او صادراتي بازار پاتې شوی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په هوايي ډګر کې کتبي وينا کړې او د پیرو حکومت او خلکو ته يې د زړه له کومې نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړي دي.

نوموړي د خپلې کتنې وينا په ترڅ کې ويلي، د چين او پیرو اړيکو پرمختګ د دواړو هېوادونو خلکو ته واقعي ګټې رسولې دي او باور یې ښودلی، چې دغه هېواد ته روان سفر به یې د دواړو خواوو په ګډو هڅو نوې لوړې سويې ته د چين او پیرو د هراړخيز ستراتيژيک مشارکت د پرمختګ لارښوونه وکړي او په مختلفو ساحو کې د دواړو هېوادونو د عملي همکاريو لا زياتې لاسته راوړنې به ولري.

شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په ۳۱مې غير رسمي غونډې کې ګډون ته سترګې په لار دی او ويلي یې دي، چې ياده غونډه به د مختلفو لوريو په ګډو کوښښونو د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرانيستو اقتصادي چارو، د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د دې سيمې د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ په پار نوي خدمتونه وکړي.

په پیرو کې چيني اوسېدونکو، ارګانونو او محصلينو او ځايي اوسېدونکو له هوايي ډګر نه هوټل ته د غځېدلې لارې پر دواړو غاړو ولاړ وو او د شي جين پينګ هرکلی يې کاوه او د دواړو هېوادونو ملي بيرغونه او د شي جين پينګ د سفر د برياليتوب او د دواړو هېوادونو د دوستۍ شعارونه يې اوچت نيولي وو.

دا د چين د دولت رئيس په توګه پیرو ته د شي جين پينګ دوهم سفر دی او دغه هېواد ته لومړنی سفر یې اته کاله دمخه کړی و.

 شي جين پينګ ليما ته په رسېدو په همدې ورځ د پیرو له ولسمشرې دينا بورورات سره لیدلي او د ذات البيني اړيکو او مهمو همکاريو په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې کړي او ورپسې به له نوموړې سره په څو مهمو فعاليتونو کې هم ګډون ولري.

د چين او پیرو مشرانو د نومبر د ۱۴مې نېټې په شپه د پلازمېنې ليما په ولسمشرۍ ماڼې کې په ويډيويي بڼې د چانکي بندر پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.

چانکي بندر د چين او پیرو د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لومړۍ مهمه پروژه ده، چې د جنوبي امريکا لومړی ځيرک بندر هم يادېږي.

د دغه سمندري بندر د پروژې د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته به له پیرو نه چين ته د توکو د لېږد وخت ۲۳ ورځې کم شي، سربيه به يې په سلو کې څه باندې ۲۰ سپما شي او هر کال به پیرو کابو ۴.۵ ميليارډه امريکايي ډالره عوايد ترې ولري.

رئيس شي جين پينګ ليما ته له رسېدو مخکې د پیرويانو په نوم ورځپاڼې کې ليکنه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې دواړه هېوادونه دې په ګډه چانکي بندر اباد کړي او ښه اداره دې يې وکړي، څو له چانکي تر شانګهای د چين، پیرو او لاتيني امريکا د ګډ پرمختګ لاره اباده او سمسوره شي.

Previous Post

مسوولین: د سالنګ لویې لارې چارې تر ژمي وړاندې بشپړوو

Next Post

د شي جين پينګ د خوښې کلاسیکو کېسو وېډيويي پروګرامونه به د پیرو په لویو رسنیو کې خپاره شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د شي جين پينګ د خوښې کلاسیکو کېسو وېډيويي پروګرامونه به د پیرو په لویو رسنیو کې خپاره شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بنګله دېش یو جومات کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي

د بنګله دېش یو جومات کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي

سپتمبر 5, 2020
یونیسف د پاکستان په بریدونو کې د ماشومانو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې

یونیسف د پاکستان په بریدونو کې د ماشومانو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې

جون 30, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ