سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

شي جين پينګ ګډون په سيمه ايزو چارو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د رول هڅونه کوي

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 15, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
شي جين پينګ ګډون په سيمه ايزو چارو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د رول هڅونه کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رييس شي جين پينګ د سپتمبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې په سمرقند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۲مه غونډه کې ګډون کوي. شي جين پينګ د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته له دريو کلونو راهيسې د خپل لومړي ډيپلوماتيک سفر په توګه په دې غونډه کې ګډون کوي. او د دې سيمې د هېوادونو له مشرانو سره کتنه کوي.

د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې د افغانستان د نړيوالو اړيکو له کارپوه نظيم سمون سره يوه مرکه کړې. نوموړي وويل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د شي جين پینګ ګډون ښیي چې دغه سازمان د چین لپاره لا هم مهم دی. شي جين پېنگ د شانګهای همکارۍ سازمان د همکاريو په اړه هيله لري، چې دغه سازمان په هوساينې، ارامه، ثابته  او دواملرونکي پرمختګ همکارۍ وکړي او د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي. د نظيم سمون په اند، دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د اوکراین د جګړې له امله د دې سازمان د یو بل مهم غړي روسیې او غربي نړۍ ترمنځ اړیکې د غیر مستقیم تقابل او خصومت کچې ته رسېدلې دي. همدارنګه د اوکراین د جګړې له امله د انرژۍ بحران او د خوراکي توکو انفلاسیون هم بله نړیواله ننګونه او معضله ده. چین کولای شي چې په شانګهای همکارۍ سازمان کې په خپل فعال رول سره د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پراختیا لپاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونو سره مرسته او همکاري وکړي. نویو ننګونو ته په کتو سره چین باید په شانګهای همکارۍ سازمان کې خپل رول او نقش لا پسې برجسته کړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

No description available.

ځيني لوېديځ هېوادونه د شانګهای همکارۍ سازمان له ناټو سره په مقابله او تقابل ارزوي. په حقيقت کې د شانګهای همکارۍ سازمان  په بنسټيزه توګه له ناټو سره ستر توپير لري. په دې اړه نظيم سمون وويل،په دې کې شک نشته چې د امریکا په مشرۍ لیبرال نړیوال نظم نړۍ یو قطبي کړې، خو د دې وضعیت د بدلون لپاره اړتیا ده چې نور نړیوال قدرتونه لکه چین خپل نرم ځواک زیات او بدیل سیستمونه رامنځته کړي. ناټو یو دفاعي او امنیتي سازمان دی او د شانګهای همکارۍ سازمان بیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان دی. د شانګهای همکارۍ سازمان او ناټو د فعالیت ډول او وجودي فلسفه ډېر سره توپیر لري. دواړه د یو بل رقیب ځکه نه شي کېدای چې د شانګهای همکارۍ سازمانغړي هېوادونه هم په خپلو کې سره ځینې ستونزې لري او د لوېدیځ په مقابل کې یې تراوسه یو موثر اتحاد نه دی رامنځته کړی. نړیوال او داخلي اختلافات یوازې د همکارۍ او مخامخ خبرو له لارې حل کېدای شي. جګړه له یوې خوا د ستونزو معقول حل نه دی له بلې خوا د نړۍ پر امنیت او اقتصادي ثبات منفي اغېزې کوي چې قېمت یې یوازې ملتونه پرې کوي. د شانګهای همکارۍ سازمان یو ښه پلټفارم دی چې کولای شي د منطقې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سولې او امنیت لپاره مهم رول ادا کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو راهيسې تل د افغانستان مسئلې ته پاملرنه کړې او کوي يې. اوس به په روانه غونډه کې هم د افغانستان د مسئلې د حلولو په هکله بحث وشي. څرنګه چې د افغانستان خونديتوب او ثبات د دې سيمې لپاره ډېر مهم دی. په دې اړه نظيم سمون دا څرګنده کړه، چې د اوس لپاره اړتیا ده چې د شانګهای سازمان په افغانستان کې بشري وضعیت او د افغانانو ترمنځ سیاسي جوړجاړي ته زیاته پاملرنه وکړي او پرېنږدي چې افغانستان انزوا ته لاړ شي ځکه چې د افغانستان منزوي کېدل بشري ناورین او د ترهګرۍ ګواښونه لا زیاتوي.

 

 

Previous Post

شي جين پينګ له ازبکستان څخه رسمي لیدنه پيل کړه

Next Post

شهباز شریف: ملګري هېوادونه د سوالګرو په سترګه راته ګوري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
شهباز شریف: ملګري هېوادونه د سوالګرو په سترګه راته ګوري

شهباز شریف: ملګري هېوادونه د سوالګرو په سترګه راته ګوري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د سمرقند په غونډه کې د سرپرست حکومت پلاوی هم ګډون کوي

د سمرقند په غونډه کې د سرپرست حکومت پلاوی هم ګډون کوي

اپریل 13, 2023
ادهانوم: د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده

ادهانوم: د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده

دسمبر 21, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved