د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۱۷مه نېټه د های نان د والي کاري راپور د اورېدو پر مهال پر دې ټينګار کړی چې ولایتي حکومت بايد د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس، د دې ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د دويمې او درېيمې عمومي غونډو روحيه پلې کړي، د دې ولايت د ازادې سوداګرۍ بندر د ابادۍ په هکله دې د ګوند د مرکزي کمېټې بېلا بېل ترتيبات عملي کړي، د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا د ازمايښتي سيمې، د ايکولوژيکي تمدن د دولتي ازمايښتي سيمې، د سيلانۍ د نړيوال مصرفي مرکز او د سترو ستراتيژيکو خدمتونو د ضمانت د برابرونکې سيمې په توګه دې د ياد ولايت پر ستراتژيک مقام تمرکز وکړي، د اصلاحاتو او ورخلاصون او د باکيفيته پرمختګ په تړاو دې پلانونه جوړ کړي او په پرانيستې او ابتکاري رويې سره دې ستونزې لرې کړي او په نوې زمانه کې دې د ورخلاصون د لارښوونې په برخه کې د یوه مهم مرکز په توګه د دې بندر د ابادۍ لپاره ډېرې هڅې وکړي تر څو های نان ولايت د چيني شکله عصريتوب نوي پړاو ته ورسيږي.












