چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جین پینګ په جلاجلا توګه د ترکمنستان او ایران له ولسمشرانو او د مالیزیا له صدراعظم سره وکتل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 3, 2025
in نړیوال خبرونه
0
شي جین پینګ په جلاجلا توګه د ترکمنستان او ایران له ولسمشرانو او د مالیزیا له صدراعظم سره وکتل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئیس شي جین پینګ د سپتمبر په دويمه په بېجينګ کې د ترکمنستان او ایران له ولسمشرانو او د ماليزیا له صدراعظم سره وکتل.

د ترکمنستان او ایران ولسمشران او د مالیزيا صدراعظم د شانګهای همکارۍ سازمان په سږنۍ سرمشریزه کې او همدارنګه د جاپان د تېري پرضد د چینايانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کلیزې د يادونې په فعاليتونو کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شي جين پینګ د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره د کتنې پر مهال دواړه هېوادونه یو د بل د باور وړ او ښه همکاران بللي او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر اساس همکارۍ کوي او چين غواړي چې له ترکمنستان سره خپلمنځي همکارۍ او اړيکې ژورې کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

سردار بردي محمدوف هم په دې ليدنه کې وويل، چې ترکمنستان غواړي له چین سره په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ او راشې درشې پیاوړې کړي او خپلمنځي اړيکو ته لازياته وده ورکړي. نوموړي وويل، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکوره او د نړۍ د مديريت په اړه ابتکاري وړانديز چې د رئيس شي جین پينګ لخوا وړاندې شوی، د نړيوالو اړيکو د سیسټم د اصلاح لپاره ګټور دی او هېواد يې ورڅخه پوره ملاتړ کوي او د عملي کولو لپاره به يې هڅې وکړي.

شي جين پینګ د ایران له ولسمشر مسعود بزشکيان سره د کتنې پر مهال وويل چې چين به له ایران سره ګډ کوښښ وکړي، چې خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژیکو همکاریزو اړيکو ته ثابت او دايمي پرمختګ ورکړي. نوموړي وويل، چين به د ایران په ګډون له نړيوالې ټولنې سره د نړۍ د لاعادلانه او معقول مديريت سیسټم د جوړولو لپاره ګډ کار وکړي او دغه راز د ایران د ذروي مسئلې د يوې داسې حللارې د لټولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، چې د بېلابېلو خواوو معقولې غوښتنې پکې په پام کې ونيول شي.

پزشکيان وويل، چې ایران له چین سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د رئیس شي جين پینګ لخوا د نړۍ د مديريت لپاره ابتکاري وړانديز د نړيوال نظم د لاعادلانه او معقول کېدو لپاره مهم ارزښت لري او هېواد يې ورڅخه پوره ملاتړ کوي.

شي جين پينګ دغه راز د ماليزيا له صدراعظم انور ابراهيم سره د کتنې پر مهال وويل، چې چين غواړي له مالیزيا سره ګډه هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي او د نړيوالې سولې او ودې لپاره خدمتونه وکړي.

انور ابراهيم هم وويل، چې د رئيس شي جین پینګ لخوا تازه وړاندې شوی د نړۍ د مديريت ابتکاري وړانديز د ستونزو د هواري لپاره ځانګړی ارزښت لري او پکې يې غوره مفکوره او هم د ستونزو عملي حللاره شامله ده، نو ځکه دا نوښت د نړۍ د مديريت چارو د ښه کولو  لپاره خورا ستر اهميت لري. ده ويلي چې ماليزيا له چين سره ځانګړو ستراتېژیکو همکاريزو اړيکو ته ارزښت ورکوي او غواړي چې له چین سره د بېلابېلو برخو همکارۍ پياوړې کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسيږي.

Previous Post

شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر سره وکتل

Next Post

شي جين پينګ او مېرمن يې د بري ورځې په يادغونډه کې د بهرنیو مشرانو او د هغوی د مېرمنو هرکلی وکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شي جين پينګ او مېرمن يې د بري ورځې په يادغونډه کې د بهرنیو مشرانو او د هغوی د مېرمنو هرکلی وکړ

شي جين پينګ او مېرمن يې د بري ورځې په يادغونډه کې د بهرنیو مشرانو او د هغوی د مېرمنو هرکلی وکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له ایران څخه دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایران څخه دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شول

جولای 20, 2023

چين: د امريکا ناوړو کړنو د لمريزې برېښنا نړيوال صنعتي او عرضې ځنځير ته سخت زيانونه رسولي

جولای 9, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ