د راپورونو له مخې فرانسې، بلجیم، مالټا، اندورا، موناکو او لوګزامبورګ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبالۍ له عمومي غونډې وړاندې د یوې ناستې پرمهال د امریکا په نیویارک ښار کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده. د بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا او پرتګال هېوادونو مشرانو چې له دې وړاندې یې فلسطین په رسمیت پېژندلی و، هم دې ناسته کې ویناوې وکړې. د یادونې وړ ده، چې دغه ناسته د فرانسې او سعودي عربستان په کوربتوب پرون په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړ شوه.












