طالبان وايي، دوی په قطر کې د سولې د روانو خبرو په اجنډا کې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه نه ده کړې. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې د موقت حکومت د جوړېدو مسئله هېڅ مطرح شوې نه ده. له دې مخکې د افغان مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور ویلي و، طالبان په مذاکراتو کې د هېواد د راتلونکي نظام پر څرنګوالي ټینګار کوي چې د نوموړي په وینا د موقت حکومت له جوړېدو پرته بله لاره نه لري. د ولسمشر غني په ګډون د افغان حکومت چارواکو هم د سولې د خبرو پر مهال د موقت حکومت د جوړېدو طرح په وار وار رد کړې او په ټینګار سره یې ویلي دي چې سوله به د همدې حکومت په موجودیت کې کېږي.











