د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران تر اوسه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوی، خو امریکا د هوکړهلیک له نهمې مادې سرغړونه کړې ده. عراقچي پر اېکس لیکلي، د هر ډول هوکړې د عملي کېدو لپاره باید دواړه لوري متقابلې ژمنتیاوې پوره کړي. هغه ادعا کړې چې د امریکا له لوري د یادې مادې تر څنګ نورې سرغړونې او ناسم ګامونه هم اخیستل شوي دي. عراقچي ټینګار کړی چې یوازې متقابل اطاعت او ژمنتیا د هوکړو د عملي کېدو زمینه برابروي.











