د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د دغې پروژې چارې د یونپس موسسې په مالي پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره لومړۍ پروژه د ۴۷۷ مترو په اوږدوالي او ۳ مترو په لوړوالي د قلعه جوز د استنادي دېوال جوړول دي، چې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ښار په څلورمه ناحیه کې پلې کېږي او د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۵۰ متره کانالیزسیون سیستم دی، چې د یاد ښار په درېیمه ناحیه کې پلې کېږي. درېیمه پروژه د ۵۲۵ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې د یاد ښار د درېیمې ناحیې د قلاتي کلي سړک رغول دي او چارې به یې په ۲ میاشتو کې بشپړې شي.












