چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

فردي ارزښتونه څه دي؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 1, 2021
in روغتیا او ژوند
0
فردي ارزښتونه څه دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

ارزښتونه لکه لویه هینداره؛ موږ ته تلقین راکوي چې کوم شی زموږ لپاره ښه او کوم شی زموږ لپاره بیا ښه نه دي. موږ هر یوه ته بیا بېلابېلې سپارښتنې لري. همدغه څه د دې لامل کېږي چې د انسانانو ژوند سره متفاوت وي. همدا د نظام متفاوتوالی خپله د انسانانو ارزښتونه دي.

په ورځني ډول موږ هره ورځ ځینې کارونه او کړنې تر سره کوو، څو خپلو ارزښتونو ته ورسېږو او که دغه کارونه زموږ له ارزښتونو سره همغږي وي، له هغه کار خوند اخلو او که ور سره همغږي نه وي، بیا نو هغه ده چې د دې کارونو او کړنو له تر سره کولو ډډه کوو. یانې زموږ موخې او کړنې زموږ لپاره وسیله ده څو وکولای شو له دې لارې خپلو ارزښتونو ته ورسېږو.

د بېلګې په توګه، که د چا تروش خوند خوښېږي، په ډېر احتمال سره یې تروش لیمو، تروش الو او تروشه پښۍ (رواش) هم خوښېږي؛ ځکه د همدې پر مټ تروش خوند ته رسېدای شي. په دې بېلګه کې تروش خوند زموږ د ارزښتونو په مانا دی او تروش لیمو بیا د وسیلې (موخې)، څو تروشې مزې ته ور باندې ورسېږو.

دلته باید یو بل ټکی هم زیات کړو، هغه کسان چې تروشه مزه یې خوښېږي او خوند ترې اخلي، په دې مانا نه ده چې خواږه، تُند او نور خوندونه یې نه خوښېږي؛ بلکې نورو خوندونه ورته تر تروش خوند په ټیټه کټه‌ګورۍ او درجه کې دي.

د ارزښتونو تضاد

ځینې وخت موږ د ځان لپاره داسې موخې ټاکوو چې له ارزښتونو سره مو سر نه خوري. د بېلګې په توګه، هغه کسان چې تروش طعم خوند ورکوي او دی د ځان لپاره د ترخه مرچ خوړل ټاکي، دغه کار د دې لامل کېږي چې د ارزښتونو او موخې تر منځ یې تضاد رامنځ ته شي او د دې لامل شي چې یاد کس له خپل کړي کار هېڅ خوند وانه خلي او تر څنګ یې درد او ځور هم وویني.

د ارزښتونو او هغو کارونو تر منځ تضاد چې تر سره کوو یې بدې پایلې هم لرلی شي، چې تر ټولو روښانه هغه د ارامۍ او سکون نه درلودل دي. د بېلګې په توګه، د یوه چا لپاره تر ټولو لومړنی ارزښت دا دی چې معلومه او دایمي دنده ولري، خو ده بیا هم د ځان لپاره روز مزد کول ټاکلي وي، د دې کار پایله ښکاره ده چې دغه کس هېڅکله هم د ارامۍ احساس نه شي کولای.

دغه کس چې شغلي امنیت (دایمي او ښه دنده) ورته تر هر څه مهمه وي، هېڅکله نه شي کولای له خطر ډک کار ته لاس واچوي، خو له دې سره سره ده داسې کار ته مخه کړې ده چې عملاً رېسک او خطر پکې موجود دي، په دې مانا چې کېدای شي یوه ورځ کار ورته پیدا شي او یوه ورځ هم نه او په ټوله کې یې د دندې امنیت نه دی خوندي شوی، مانا دا ده چې دایمي دنده نه لري.

څنګه خپل ارزښت ومومو؟

مخکې له دې چې خپل ارزښت وټاکو، نو لازمه ده چې په څو ټکو باندې وپوهېږو.

۱. موږ کولای شو څو اصلي ارزښتونه او بیا د هره یوه لپاره یې څو فرعي ارزښتونه په پام کې ونیسو. کېدای شي د دندې درلودل زموږ اصلي او د ژوند یو ارزښت وي او د دې ارزښت فرعي ارزښتونه بیا کېدای شي په کار کې صداقت، رښتینې هڅه او ژمنتیا وي.

۲. ارزښتونه کېدای شي موقعیت ته په کتو بدلون وکړي ان کېدای شي بیخي ور باندې پوه نه شو، چې بدلون یې کړی دی، نو لازمه ده چې په اګاهانه ډول مو خپلو ارزښتونو ته پام وکړو. د بېلګې په توګه، یو څوک مینې ته ډېر درناوی لري او ارزښت ورکوي، خو  کله چې متوجه کېږي خیانت ور سره شوی دی، کېدای شي په هماغه شېبه کې یې ټول هغه باورونه چې د مینې په اړه یې درلودل، تر پوښتنې لاندې کړي. په دې صورت کې نه یوازې دا چې نور مینه ورته بې ارزښته ښکاري ان کېدای شي د دې ارزښت پر وړاندې ودرېږي.

۳. ځینې وخت موقعیت ته په کتو دا اېجابېږي چې په اګاهانه ډول خپلو ارزښتونو ته بدلون ورکړو. د بېلګې په توګه، کېدای شي یوه کس ته دنده ان تر خپلې کورنۍ هم با ارزښته وي او د کورنۍ اړوند په ډېری مراسمو کې لکه کلیزه، شیریني خوري، واده او نورو کې چې باید حضور ولري، غیر حاضر وي. دغه څه کېدای شي له کورنۍ سره د اړیکو د سړېدو او کم رنګه کېدو لامل شي او خبره ان بېلوالي ته ورسېږي؛ ځکه د ژوند ملګری (خاوند / مېرمن) او اولادونو ته کورنۍ تر ټولو لوړ او لومړنی ارزښت دی؛ خو د هغه لپاره بیا دنده تر ټولو لوړ او لومړنی ارزښت دی، له همدې کبله د ده او کورنۍ تر منځ یې اختلاف منځ ته راځي. دلته نو تر ټولو ښه پرېکړه دا کېدای شي چې ارزښتونه د لومړیتوب له مخې درجه بندي کړي او کورنۍ تر دندې مخکې کړي او په لومړي قدم کې ځای ورکړي.

پورتنیو څرګندونو ته په کتو اړتیا ده چې خپل ارزښتونه مشخص او وټاکو. د دې کار لپاره ښه ده چې ویې لیکئ څو یې ښه درک او د لومړیتوب له مخې درجه بندي کړئ.

۱. ستاسو د ژوند ارزښتونه څه دي؟

۲. ستاسو اعتقادات او باورنه کوم دي؟ د بېلګې په توګه: کېدای شي یو څوک ووایي، زه په دې باور یم چې باید په دنده کې صادق اوسم، نو صداقت د هغه لپاره یو ارزښت دی. کېدای شي یو بل څوک بیا ووایي، زه په دې باور یم چې ټول خلک باید تل د خپلې دندې اړوند برخه کې د زده کړو په لټه کې اوسي، وړتیاوې یې لوړې کړي او پرمختګ وکړي، نو د دې کس لپاره بیا زده کړې او پرمختګ ارزښت بلل کېږي. اوس نو همدغه کس خپل ازاد او فارغ وخت د دندې اړوند زده کړو ته ځانګړی کوي.

۳. روغتیا درته مهم ده او که کورنۍ؟

۴. پیسې درته مهمې دي او که روغتیا؟

د هغو ارزښتونو له ډلې چې مشخص کړي مو دي ۳ ارزښتونه چې لوړ لومړیتوب درته لري، مشخص کړئ. له هغه وروسته دغه درې ارزښتونه بیا بیا له ځان سره یاد او تکرار کړئ، څو مو یې ناخوداګاه ذهن د یوه ارزښت په توګه ومني. کله یې چې ومنل، نو په ناخوداګاه ډول به شرایط هم همداسې راشي چې دغه درې ارزښتونه په لومړیتوب کې ځای ونیسي.

Previous Post

د ولسي جرګې رییس:مونږ ته هم د موقت حکومت طرحه رسېدلې او ملاتړ ترې کوو

Next Post

موټرولا نوی ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
موټرولا نوی ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

موټرولا نوی ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بارکزی: نجات څلی به د هوايي پل پر سر بېرته جوړ شي

بارکزی: نجات څلی به د هوايي پل پر سر بېرته جوړ شي

مې 19, 2026
د شپې داستان خپرونه | ناول: وروستۍ جګړه| لومړۍ برخه

د شپې داستان خپرونه | ناول: وروستۍ جګړه| لومړۍ برخه

سپتمبر 1, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved