د روسیې بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د اګست په ۱۷مې نېټې له جنوبي کوريل ټاپوګانو څخه د پوتین د ليدنې په اړه د جاپان احتجاج رد کړی او ویلي یې دي، چې جاپان اوس د ځان او امریکا د ګټو لپاره د نړیوال قانون د تعدیلولو په هڅه کې دی او دغه هېواد په حقیقت کې له تاریخي دندې څخه تېښته کوي.
نوموړي د ټوکيو ځينې کړنې د جاپان له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې دي او په خبره يې، د جاپان د لوړپوړو چارواکو څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد د اټومي وسلو د نه تولید، نه لرلو او نه واردولو اصول ماتوي او هم یې ځواکونه غواړي چې د خپل هېواد له اساسي قانون څخه پښې واړوي او په بهر کې پوځي عملیات ترسره کړي، چې دغو کړنو یې د سیمې هېوادونو اندېښنې راپورته کړې دي.
لاوروف خبرداری کړی، که جاپان غواړي د روسیې له لارې د ځان د پوځیتوب په اړه د نړیوالې ټولنې پاملرنې لرې کړي، نو لومړی باید په کوردننه پر خپلو چارو تمرکز ولري او کورنۍ مسئلې باید حل کړي.













