د مصر په پلازمېنې قاهره کې د « چين ته صادارت» په نوم ځانګړی فعاليت د اګست په ۱۷مې نېټې ترسره شو، چې پکې چيني او مصري تصديو د نږدې ۱۷۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز تړونونه لاسليک کړي دي.
د مصر د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ څانګې مشر سید فواد د دغه فعاليت د جوړولو لپاره د چين د هڅو ستاینه او مننه کړې ده.
نوموړي ويلي، مصر به له چين سره لااوږدمهاله همکاريزې اړيکې ټينګې کړي، اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ به ورسره زيات کړي او سوداګريزو اړيکو ته به یې وده ورکړي.
روان کال د چين او مصر د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی.
په مصر کې د چين مستشار جاو ليو چينګ د دواړو هېوادونو اوسنې اړيکې د تاريخ په بې ساري ښه پړاو کې بللي او ويلي يې دي، چې چين د روان کال د مې له لومړۍ نېټې څخه پر هغو ټولو ۵۳ افريقايي هېوادونو د صفر تعرفې تګلاره غوره کړې، چې له چين سره يې رسمي اړيکې ټينګې کړې دي. د دغې تګلارې په رڼا کې به لازيات غوره افريقايي محصولات چين ته صادر شي.











