د چین صدراعظم لي چیانګ د اګست په ۱۷مې نېټې د دولتي شورا د دوولسمې عمومي غونډې مشري کړې ده.
د غونډې ګډونوالو د اوسني اقتصادي حالت او اقتصادي چارو په اړه د شي جين پينګ مهمې خبرې زده کړې دي.
لي چيانګ يادې غونډې ته ویلي، د چین اقتصاد سږ کال د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر لارښوونې لاندې او د مختلفو خواوو په ګډو کوښښونو سره ثابت پرمختګ موندلی، خوځنده ځواک یې د نوي کېدو او جوړښت یې د ښه والي په حال کې دی.
نوموړي ويلي، د چين اړوندې ادارې باید د اقتصادي چارو پر وړاندې ستونزو ته ډېره پاملرنه وکړي او په خبره یې، په هېواد کې د کورنۍ تقضا د کمزورتیا مسئله څرګنده ده، د ځینو چارو او تصدیو پر وړاندې ډېر مشکیلات موجود دي او هم په بهرني چاپېریال کې د بې ثباتۍ عوامل زیات شوي دي.
لي چيانګ زیاته کړې، د چين اړوندې ادارې باید د پرمختګ موخې په ټاکلو سره د ټولو ستونزو او خنډونو د لرې کولو لپاره پر وخت اغېزمنې تګلارې غوره کړي او د اقتصاد ښه پرمختګ وهڅوي.













