د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د صنعت او کانونو خونې ترمنځ د ګډ سهامي شرکت د جوړولو تفاهملیک، د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شو. ملا عبدالغني برادر د تفاهملیک د لاسلیک په مراسمو کې د دغه سهامي شرکت جوړول د سترو اقتصادي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو او په هېواد کې د پانګونې د پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی. نوموړي ویلي، د دغه شرکت له لارې به د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګهوالو پانګه په منظم، قانوني او شفاف چوکاټ کې راټوله او د سترو پروژو د تمویل لپاره به ترې ګډه ګټه واخیستل شي. د دغه ګډ سهامي شرکت د جوړېدو موخه په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره د نوو پانګونې فرصتونو برابرول ښودل شوې ده.














