د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اېف پي اې) وايي، د اروپايي ټولنې په ملاتړ په لوګر کې ښځو ته د میندو د روغتیا او خوندي زېږون په برخه کې باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي. دغه سازمان دوشنبه د زمري پر ۲۶مه ویلي، په لوګر کې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د پالنې مرکز د اروپايي ټولنې په ملاتړ او د افغانستان د قابلو ټولنې له خوا، د ملګرو ملتونو په همکارۍ، د میندو روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د یو اېن اېف پي اې په وینا، دغه مرکز هغو ښځو ته تخصصي روغتیايي خدمتونه برابروي چې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له خنډونو سره مخ دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې تخصصي روغتیايي پاملرنه او پر وخت پرېکړه کول د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د خطرونو په کمولو او د خوندي زېږون په برابرولو کې مهم رول لري.














