د رویټرز او ایپسوس نوې نظرپوښتنه ښيي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د فعالیتونو د تایید کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې، چې د هغه د اوسنۍ دورې تر ټولو ټیټه کچه ده. د نظرپوښتنې له مخې، ۶۴ سلنه امریکایانو د ټرمپ له کړنو سره مخالفت ښودلی، په داسې حال کې چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د هغه د فعالیتونو د تایید کچه ۳۵ سلنه وه. په همدې حال کې، ۸۰ سلنه ګډونوالو ویلي چې تمه لري په ایران کې د امریکا ښکېلتیا به د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.













