په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکېب وايي، ا.ا د مقابلې او شخړې سیاست نه تعقیبوي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت او ثبات پر ضد وکاروي. شکېب اسلاماباد کې د افغانستان په سفارت کې یوې غونډې ته ویلي، ا.ا هیله لري چې د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې به درک او درناوی یې وشي. نوموړي له نورو هېوادونو هم غوښتي چې اجازه ورنه کړي، خاوره یې د افغانستان پر ضد د فعالیتونو لپاره وکارول شي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان ادعا کوي، په دغه هېواد کې د ناامنۍ او ترهګرۍ زیاتېدو سره د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارول کېږي؛ خو د ا.ا چارواکي دغه تورونه ردوي او ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه بولي.













