د تايوان سيمه يیز مشر لای چينګده سويلي پاسفيک ته د سفر د يوې برخې په توګه د اونۍ د پای په رخصتيو کې د متحدو ايالتونو په قلمرو هاوايي کې پاتې شو. ځينې بېلتونپالو په هاوایي کې لای چينګده ته له شوي تاوده هرکلي او د متحدو ايالتونو د استازو جرګې له پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي سره د هغه له شل دقيقه يي ټليفوني اړيکې غوغا جوړه کړې ده.

لای په داسې حال کې دومره خطرناکه لوبه پيل کړې چې تر راتلونکو څو مياشتو پورې په متحدو ایالتونو کې د حکومت په نوي کېدو سره په ګڼو برخو کې د سياستونو د بدلون تمه کيږي. لای په ښکاره په متحدو ايالتونو کې د حکومت د بدلون په تړاو د يوې داسې موقع په لټه کې دی چې د خپلې ګټې لپاره یې وکاروي، خو دا داسې کار دی چې نه يوازې ده ته زيان پېښوي، بلکې د اسيا – پاسفيک سيمې سوله هم ګواښلی شي.
د تايوان د مسئلې په تړاو د متحدو ايالتونو د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دريځ لا په بشپړه توګه څرګند نه دی. هغه خو لا دا هم ويلی وو چې د سيمې لپاره ټول راتلونکي دفاعي لګښتونه بايد تايوان په خپله پرې کړي. هغه دغه راز د تايوان د خپلواکۍ لپاره د لای د ګوند له هڅو سره هم خاصه لېوالتيا نه ده څرګنده کړې.
له چين سره د ټرمپ ستونزه تر ډېره اقتصادي جنبه لري نه ايډيولوژيکي. هغه احساس کوي، که څه هم تېروتی، چې چين د غير عادلانه سوداګرۍ پر مټ د امريکا له اقتصاد څخه ګټه اخلي. داسې څه نښې نه شته چې وښيي هغه به د تايوان سيمې د خپلواکۍ په تړاو د لای د احمقانه اقداماتو ملاتړ وکړي.
ښايي د ټرمپ په کارډله او د متحدو ايالتونو په راتلونکي کانګريس کې داسې افراد وي چې د تايوان مسئلې ته اهميت ورکړي. د يادو افرادو له ډلې به ځينې ښايي لای حساسو سفرونو ته وهڅوي چې په پایله کې به یې دوی ته د تايوان پر مسئلې د تمرکز پلمه برابره شي.
دا چې د چين مرکزي حکومت د لای د حساسو سفرونو په تړاو وار له مخې خپله اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي چې ورته سفرونه به د تايوان ټاپو په شاوخوا کې د نظامي تحرکاتو د ډيريدو سبب وشي؛ نو دا سناريو به د ټرمپ په شاوخوا کې را ټولو چين ضد عناصرو ته موقع په لاس ورکړي چې له تايوان سره د مرستې نغاره وډنګوي.
په ټوله کې به دا سناريو د تايوان سيمې اوسېدونکو ته ويجاړوونکې وي. د دوی د لسيزو سوکالي له متحدو ايالتونو سره د سوداګرۍ يا حتی اړيکو له برکته نه ده، بلکې دا سوکالي د چين له اصلي خاورې سره د سوداګرۍ له کبله ور په برخه شوې ده. د دې سوکالۍ ډيره برخه په تېرو څو کلونو کې د ډيموکراټيک مترقي ګوند د پاروونکو اقداماتو له کبله محدوده شوې ده.
له نظامي پلوه، هر هغه اقدامات چې په اسيا – پاسفيک سيمه کې د نظامي ټکرونو سبب کيږي، نو تايوان ته به ويجاړوونکې پايلې ولري، ځکه له متحدو ايالتونو سره د تايوان سيمې ارتباطي کرښې د زرګونو مايلو په وسيله بېلې شوې دي.
تايوان به د چين – متحدو ايالتونو په لوی ټکر کې د نېزې د څوکې په څېر د حالاتو په جغرافيه کې مات شي. دا مسئله د تايوان سيمې اکثريت وګړي درک کوي، خو د ډيموکراټيک مترقي ګوند پاروونکي يا په بشپړ ډول له دې واقعيته ناخبره دي او يا په دې احمقانه فکر کې دي چې پاروونکي اقدامات به یې د نظامي شخړې سبب نه شي. د خلکو د ازادي غوښتونکي پوځ له لوري د تايوان ټاپو په شاوخوا کې وروستي نظامي مانورونه بايد ورته سياسي تحرکاتو ته يو غوره غبرګون او د ورته سياسي توهماتو د له منځه وړلو لپاره غوره درس وي.
نړۍ بايد په تاريخ کې د لويديځ په رهبرۍ له تجربه شويو کړکېچونو د عبرت درس واخلي، دا درس بايد په تايوان کې پر رهبرۍ اغېز لرونکي ځواکونه هم هېر نه کړي.











