چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

لفظي لوبې تاریخ نه شي بدلولی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 12, 2026
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جاپان په ناګاساکي کې د اټومي بم چاودنې نندارتون د ۲۰۲۶م کال د جون په لومړۍ لسیزې کې اعلان کړی، چې په يو لړ تاريخي مالوماتو کې به ” د نانجينګ ټولوژنه “ په بل نوم ” په نانجينګ کې د ګڼو ملکي وګړیو او اسيرانو د وژلو پېښه“ یاده کړي.

دغه نندارتون، چې د اټومي بم چاودنې د يادونې او د سولې د هڅولو په پار جوړ شوی، اوس د جاپان د تېري کوونکو جرمونو د پيکه کولو په موخه د نانجينګ ټولوژنې ”پېښې“ د مالوماتو د بدلون هڅه کوي او تر شا يې په جاپاني ټولنه کې پر تاريخي معلوماتو اوږدمهاله انحراف ښکاري: په دغه هېواد کې جنګ ځپلی حالت مبالغه کېږي او د مليټاريزم جنګي جرمونه پټېږي او تېښته ترې کېږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ناګاساکي په انساني تاريخ کې د اټومي بم له ځپل کېدونکو ښارونو څخه يو دی او اټومي چاودنې په اثر ګڼو ناورينونو دغه ښار ته دايمي کړاوونه او غمونه رسولي دي.

د ناګاساکي د اټومي بم چاودنې نندارتون له تېرو څو لسيزو راهيسې د دغې پېښې تاريخي معلومات، شواهد او پاتې شوني راټولوي او نندارچيانو ته د يادې چاودنې  ناورينونه او زیانونه ښيي.

د افسوس وړ ده، کله چې په بهر کې د جاپان د مليټاريزم جنګي او تېري کوونکي جرمونه يادېږي، نو تاريخ کې به دغه نندارتون رښتينی او د درناوي وړ پاتې نه شي.

د نانجينګ په ټولوژنه کې څه باندې ۳۰۰ زره بېګناه عام خلک او اسيران په بې رحمه توګه ووژل شول او بې شمېره چينايان وځپل شول. دا هر څه په نړيوال عدلي ډګر او قضاوت کې بې له شکه تاييد شوي دي.

د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ ويلي، د نانجينګ ټولوژنه، چې د جاپاني ميليټاريزم لخوا پلان او ترسره شوې،  شواهد يې د اوسپنې په څېر کلک دي او بدلون پکې د منلو وړ نه دی.

د يوې نړيوالې پرېکړې «د لرې ختيځ نړيوالې نظامي محکمې قضاوت پاڼه» په ځانګړي څپرکي کې په نانجينګ کې د جاپاني ځواکونو زورزياتی ريکارډ شوی او په نړيوال عدالت کې د نانجينګ د ټولوژنې د جوړولو په اړه د جاپاني ځواکونو بې رحمه جرمونه تائيد شوي دي.

 دغه راز همغه وخت، د نانجينګ د ټولوژنې اصلي پلانوونکی ماتسوي ايوانې هم د لومړۍ کچې جنګي مجرم په توګه اعدام شو.

دا چې په تاريخي معلوماتو کې ”ټولوژنه“ په ”پېښې“ بدلېږي، په دې کې به نه يوازې د کليمو بدلون شامل وي، بلکې رښتينی تاريخ به هم پيکه کېږي، ځکه په دغو اصلاحاتو کې به د جنګي جرمونو د سپينولو پراخې هڅې کېږي.

له يوې اوږدې مودې راهيسې، په جاپاني ټولنې کې د ناګاساکي او هيروشيما د اټومي بمونو چاودنې او پر دغه هېواد هوايي بريدونه او جنګونه بيا بيا ياد کېږي، خو د نانجينګ ټولوژنه، د ۷۳۱م ځواک بدني ازموينې، جنسي غلامي او داسې نور د ميليټاريزم د تېري کوونکو جرمونو یاد پکې ډېر کم تر سترګو کېږي او يا هم په ناسمې بڼې وړاندې کېږي.

د جاپان د ځينو کارپوهانو په خبره، د يواړخيزو تاريخي معلوماتو په خپرولو سره زياتره جاپانيان ځان يوازې جنګ ځپلی هېواد بولي.

د يادونې وړ خبره دا ده، چې د جاپان دننه ټول وګړي د تاريخي معلوماتو تحريف کوونکي نه دي، بلکې له بمي چاودنو زيات پاتې شوي ژوندي کسان، په ناګاساکي ښار کې مدني ټولنې او ځيني شخصيتونه هميشه دا غږ پورته کوي، چې د جاپان د ميليټاريزم ټول جرمونه او بشپړ تاريخ باید خپور شي.

تاريخ او تېر شوي واقعيتونه د بدلون وړ نه دي. چين ډېر وړاندې له جاپان څخه غوښتي، چې خپلو جنګي جرمونو ته بيا کتنه وکړي او له ميليټاريزم څخه بېخي لرې واوسي.

تاريخ د انسانانو له ياده نه وځي او نه به ورک شي او نه به هم د ځينو کليمو د لرې کولو او یا د اصلاحولو په اثر بدل شي.

که جاپان يوازې خپلو جرمونو ته مخامخ شي او اعتراف پرې وکړي او هم پاتې ميليټاريزم له بېخه ورک کړي، نو له تاريخي سيوري څخه ځان خلاصولی او له ګاونډيو هېوادونو سره تلپاتې سولې ته لار غځولی شي.

Previous Post

په چونګ چينګ کې د رسنيو ۵م نړيوال نوښتي فورم ترسره شو

Next Post

بېجينګ د فیلیپین پر دفاع وزیر او د هغه د کورنۍ پر غړو بندیزونه ولګول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

بېجينګ د فیلیپین پر دفاع وزیر او د هغه د کورنۍ پر غړو بندیزونه ولګول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

های نان په نړۍ کې زیات شمېر مینه وال راجلب کړي

های نان په نړۍ کې زیات شمېر مینه وال راجلب کړي

دسمبر 19, 2025
کرونا ویروس پراختیا؛ د هوانوردۍ برخه سل میلیونه ډالر زیانمنه کړې ده

کرونا ویروس پراختیا؛ د هوانوردۍ برخه سل میلیونه ډالر زیانمنه کړې ده

دسمبر 8, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ