چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

له جاپاني يرغلګرو چين ته د تايوان د بېرته راتګ۸۰مه کليزه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 27, 2025
in نړیوال خبرونه
0
له جاپاني يرغلګرو چين ته د تايوان د بېرته راتګ۸۰مه کليزه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اتيا کاله مخکې يانې د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۵مې نېټې د چين د تايوان ولايت په تای بې ښار کې د جاپاني پوځ د تسليمېدو درانه مراسم ترسره شول او تايوان د جاپاني يرغلګرو له نيمې پيړۍ يرغل وروسته د وطن غېږې ته ستون شو.

د سږ کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د چين په ستره برخه کې د همدې ورځې يادغونډه ترسره شوه او د تايوان ولايت له وطنوالو سره یې دغه تاریخي ورځ ولمانځله او د پخوانيو اتلانو ياد يې تازه کړ.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

له جاپاني یرغلګرو څخه چين ته د تايوان د بېرته راتګ د ۸۰مې کليزې په مناسبت غونډه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.

د چين د ملي ولسي کانګرېس دايمي کمېټې له دې وړاندې د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه پرېکړه وکړه چې د هر کال د اکتوبر ۲۵مه نېټه له جاپاني يرغلګرو څخه چين ته د تايوان د بېرته راتګ د يادورځې په توګه وټاکي، هر کال به په همدې ورځ ياده ورځ ولمانځل شي او په وياړ به یې ډول ډول فعاليتونه ترسره شي.

دغې پرېکړې د تايوان ولايت د عامه افکارو او نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې ده.

د تايوان ولايت د کارګرو ګوند رئيس وو ژونګ يوان خبري رسنيو ته ويلي، چې د تايوان تنګي دواړه غاړې بايد سره يو ځای شي او څوک د دې تاريخي بهير مخه نشي نيول کېدای.

د چين په بهر کې د دوستۍ ټينګولو ټولنې مرستيال رئيس لين چو چين ويلي، چې له جاپاني يرغلګرو څخه د چين د تايوان د بيا ازادېدو د ۸۰مې کليزې يادونه ستر اهميت لري او د ټولو چينايانو هڅونه کوي چې په نوې زمانه کې ملي يووالي او بيا سمسورتيا ته نوي خدمتونه وکړي.

د نړيوالو شنونکو په نظر، د چين په ستره برخه کې له جاپاني يرغلګرو څخه چين ته د تايوان د بېرته راتګ ۸۰مې کليزې لمانځل او د يادورځې ټاکل د دې ښکارندويي کوي، چې د جاپاني يرغلګرو ماتول د تايوان تنګي د دواړو غاړو ګډ افتخار دی او لوی اهميت لري او نړيوالې ټولنې ته دا پيغام ورکوي چې د تاريخي او قانوني شواهدو له مخې تايوان د چين يوه نه بېلېدونکي برخه ده. همدارنګه له دې څخه د يو چين د پېژندنې او د هېواد د يووالي د ټينګ هوډ او باور هم ښکاري.

روان کال د جاپاني تيري ضد د چينايانو جګړې يانې د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب له اتيامې کليزې سره برابر دی.

تاريخ ته په کتو، له جاپاني يرغلګرو څخه د تايوان د ازادېدو او چين ته بېرته راتګ د دوهمې نړيوالې جګړې د يو لړ لاسته راوړنو او تر دې جګړې وروسته د جوړ شوي نړيوال نظم مهمه تشکيلاتي برخه ده.

په يو لړ قانوني اسنادو، لکه د ۱۹۴۳م کال «د قاهره اعلاميه»، د ۱۹۴۵م کال «د پوتسدام اعلاميه»، د ۱۹۴۵م کال «د جاپان د تسليمېدو مقررات» کې منل شوې، چې تايوان په چين پورې اړه لري. نو ځکه له جاپاني يرغلګرو څخه د تايوان ازادي د دې شاهدي ورکوي، چې د چين حکومت پر تايوان پوره حاکميت لري او تايوان د چين يوه برخه ده.

په بله ژبه د تايوان د قانوني مقام په اړه مسئله په ۱۹۴۵م کال کې د جاپاني تېري کوونکو ضد د چينايانو جګړې د برياليتوب او چين ته د تايوان د بېرته راتګ پر مهال حل شوې ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ څو ورځې دمخه د چين د ګومينتانګ ګوند نوې منتخبې رئيسې مېرمن جنګ لي ون ته د مبارکۍ په پيغام کې ويلې، باید ګډ پرمختګ ومومو او ملي يووالی باید پرمخبوزو.

د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د څلورمې عمومي غونډې په اعلاميه کې ويل شوي، چې چين بايد د تايوان تنګي د دواړو غاړو د سوله ييز پرمختګ هڅونه وکړي او د هېواد د يووالي چارې باید مخ ته یوسي.

دا دې څرګندويي کوي، چې د چين حکومت د تايوان مسئلې د حل او د هېواد د يووالي په اړه ټيڼګ هوډ لري.

د تايوان عامه افکار په دې اند دي، چې د تايوان تنګي دواړه غاړه دې د نظرونو تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي، سوله او ثبات دې وساتي او په ګډه دې د چيني ملت د بيا سمسورتيا هڅونه وکړي.

د تنګي د دواړو غاړو د کارپوهانو په نظر، له جاپاني يرغلګرو څخه چين ته د تايوان د بېرته راتګ یادورځې ټاکل او د هېواد په کچه د يادفعاليتونو ترسره کېدل به د تنګي د دواړو غاړو خلکو په ذهن کې د چيني ملت د ګډ برخليک نظريې د ټينګولو، د تاريخي تمايل د ګډ پرمخبيولو، پر ملي يووالي د ټينګار لرلو او د تايوان تجزيه غوښتونکو سره د مخالفت په ګټه وي.

د هېواد پوره يووالی له تاريخي تمايل سره مطابقت لري او همدا د خلکو ګډه هيله ده.

که حالات هر څنګه وي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو په رګونو کې يو شان وينه بهېږي او ټول ګډ برخليک لري.

د تایوان تنګي د دواړو غاړو خلک د چيني ملت پر يووالي پياوړی باور او ټينګ هوډ لري او په ګډه به د جاپاني تيري ضد د چينايانو جګړې برياليتوب وساتي، د هېواد د يووالي هڅونه به کوي او د تايوان د خپلواکۍ غوښتونکو فعاليتونو ته به هيڅ فرصت ورنه کړي.

تاريخ به دا ثابته کړي، که څه هم د تايوان مسئله د هېواد د کمزورتيا له امله رامنځته شوې، خو د چيني ملت په بيا سمسورتيا او ښېرازۍ سره به حل شي!

Previous Post

شي جين پينګ د تايلنډ د پاچا مور سيريکيټ کيتياکرا د وفات په مناسبت د دغه هېواد پاچا ته د تسلیت پیغام ولیږه

Next Post

د کردانو کارګرو ګوند: له ترکيې ټول وسله وال باسو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د کردانو کارګرو ګوند: له ترکيې ټول وسله وال باسو

د کردانو کارګرو ګوند: له ترکيې ټول وسله وال باسو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړیږي

کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړیږي

جولای 15, 2024
جاپان کې بیړنی حالت یوه میاشت نور هم وغځول شو

جاپان کې بیړنی حالت یوه میاشت نور هم وغځول شو

مې 4, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved