چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

له جينوا تر استانبوله د ازغو په څوکو!

ليکنه عبدالوحيد وحيد

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 19, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
ديپلومات نشریه: د افغان جګړې د ختمولو لپاره ټولې هیلې د ترکیې کنفرانس ته دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې د دښمني پاللو، د مقابل لوري د ماتولو او واک ته د رسېدو په موخه د مقدساتو نوم کارول، له پرديو څخه د مرستو ترلاسه کول، د قوم، ژبې، سمت او جنس په نوم سياست کول له څو لسیزو راهیسې ګټوره نسخه ده. زه په جهاد باندې ايمان لرم او فرض يې ګڼم، خو له بده مرغه وايم چې د ځينو سياستوالو لخوا د جهاد تر سپېڅلي نوم لاندې د واک پر سر جګړې منفوره يادونه مې اوس هم کړوي او ځوروي. د چهاراسياب، بالاحصار، خيرخانې، کوټه سنګي، چنداول او کمپنۍ ملوک الطوایفي مو په ياد ده او له تکرار څخه يې وېره لرم. له تېرو څلورو لسیزو راپه دېخوا په ډېرو جګړو باندې د جهاد ټاپه لګېدلې، هر قاتل ځان ته د غازي او هر مخالف د مرتد، باغي، اشرار، شر او فساد د دين او هېواد د دښمن  يا هم د روس، ايران، پاکستان او امریکا د اجير په تور وژل شوی دی. د واک پر سر جګړه مقدسه نه ده. د کابل ويجاړوونکو جهادي ډلو د افغانانو سپېڅلې جهادي روحیه وځپله او مجاهدینو د اسلامي نظام د جوړولو او د نفاذ علمي وړتیا او سياسي پوهه نه درلوده.

د جينوا په تړون کې د مجاهدینو په استازيتوب د پاکستان لاسليک د مجاهدینو اصالت او خپلواکي تر پوښتنو لاندې راوسته. د نجيب د حکومت پر مهال د جلال اباد جګړه ستره تېروتنه وه. کمونستان د دوو میليونو افغانانو قاتلان دي، نجیب د خاد د ريیس په پوست کې يو افغان وژونکی و، خو د جمهور ريیس په توګه ورسره د مذاکراتو نه کول د مجاهدینو ستره تېروتنه وه. په اويايمه لسيزه کې د ملګرو ملتونو په استازيتوب د بينن سيوان د سولې له بهیر سره په لومړي سر کې د نجيب بانې او پلمې، بيا د ځينو جهادي ډلو او پرچميانو لخوا د دغه بهیر سبوتاژ کول، له ولس، جهاد او هېواد سره جفا وه. ځينو جهادي ډلو کابل ونړاوه، د ژبې او سمت په نوم د عصبيت سياسي ويروس له خلقيانو او پرچميانو څخه ځينو جهادي ډلو ته ولګېد، د بُن پرېکړې دغه خطرناک ويروس لا زیات کړ او اغېزې يې زموږ په ټولنيز وجود کې لاهم ژورې شوې.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

کرزى مصلحت خوښوونکی مشر و، خو ديني او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا کچه يې خورا لوړه وه. د اوسني حکومت د پراخ فساد له امله تر ستوني رسېدلي يو، بدلون او سمون ته اړتيا لرو، خو د نجيب د حکومت له نسکورېدو وروسته  فاجعې د تکرار د مخنيوي لپاره ترهغو چې مو توان وي، د حکومت د نسکورېدو مخالفت کوو. سياسي ګوندونو په ولس کې خپل ټولنيز مقبوليت بايللی دی او بېرته ترلاسه کول به يې وخت وغواړي. د واک پر سر افغان وژونکي مجاهد نه ګڼو، ارګ مېشتي نه زموږ په ديني معتقداتو باندې پوهېږي او نه هم ملي ارزښتونه پېژني. د واک مجنونان او تعهد ماتونکي شخصيتونه دي. د قوم، ژبې، سمت، مذهب، جنسيت او قشر په نوم سياسي دوکانداري يوازې هغو سياستوالو ته ګټه رسوي چې ولس ته يې هېڅ نه وي کړي. په واک کې د پاتې کېدو لپاره ټول هېواد  تنور ته اچوي .

طالبان يو دروند عيني واقعیت دی. د جګړې په ډګر کې برلاسي دي. فکري جګړه کوي، خو په تعبيرونو او کړنو کې افراط کوي. له هغوى سره له سولې کولو پرته حکومت مطلقاً ناکام دی. د نظام د سمون لپاره د هغوى اغېزمن رول لوبولو ته سخته اړتیا لرو، له اوسنيو چارواکو څخه د هغوى په مشرتابه کې پاک افراد زيات دي، مګر په سياست کې د نورو ډلو په پرتله تجربه نه لري، پردي يې په اسانه غلطولاى شي، په ترانو او احساساتو باندې چلېږي. په مصنوعي تشريفاتي کړنو غولېږي. د خليلزاد د سلامونو ترشا د امریکا د پټو موخو د درک وړتيا نه لري. پر نورو نيمګړتياوو سربېره، په يوازې سر حکومت يقيناً نه شي کولای. د سولې لپاره يې له افغان حکومت څخه مخکې له امريکا سره د تړون لاسلیک کول سياسي ځان وژنه وه.

علما زموږ د فردي او ټولنيزو معنوي رنځونو طبيبان دي، خو ستونزه يې دا ده چې دغه ډله د اختلافاتو ښکار شوې او د شرعي اختلافي مسائلو پر وړاندې د حل او فصل متفقه سرچینه نه لري، ځانونه فرداً فرداً واجب الاحترام او له هر ډول نيوکو مستثنا ګڼي. بدبختي لا دا ده چې دغه استثنا ته شرعي رنګ ورکوي.

هغو سياستوالو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، چې کورنۍ يې په بهر کې او خپله په کابل کې ناست وي. د دين، ډيموکراسۍ، ملت پالنې او توکم پالنې تر شعار لاندې د سياسي دوکانداري کولو دنده ترسره کوي. زموږ د ستونزو يو بل لامل دلته د دوه ګوني تابعیت درلودونکو اشخاصو واکمني ده. دغه خلک د کړکېچ پر مهال هېواد پرېږدي.

د ډنډې په زور حکومت کول خيال او محال دی، په افغانستان کې د واک د انحصار فکر لېونتوب دی، افغانان شهامت او شجاعت لري، خو سنجيده خلک نه دي. هر وخت احساساتي عمل کوي او همدغې ځانګړتيا ورته زيان رسولی دی. د نظامونو د نسکورېدو وړتیا لري، خو د جوړېدو هنر يې نه دی زده.

د ايرانيانو په اصطلاح (ګذشته را صلوات) راځئ اوس څه کولو ته اړتيا لرو. په اوسنيو شرايطو کې د شخص د واک خبره راته اهميت نه لري، خو له ګډوډي څخه د هېواد د نجات لپاره د نظام دفاع خپله دنده ګڼم. د زعامت ټاکل يوازې د ولسي ټاکنو له لارې شونی دی. له تېرو څلورو لسیزو راپه دېخوا دلته په روانه جګړه کې د ټولو ډلو ټپلو ترشا په روزنيزه، لوجستیکي، تسليحاتي او مالي برخو کې د پردیو رول او برخه له لمر څخه روښانه ده. د خپلمنځي جګړو چل مو زده دی، خو د خپلمنځي سولې لپاره مو هر وخت نورو ته سترګې نيولې دي. د جينوا، مدينه الحجاج راولپنډۍ، ګورنرهاوس پېښور، جبل السراج، ماهيپر، بُن او دوحې تړونونه يې ښې بېلګې دي.

که د سولې هدف مو ترلاسه کول غوښتل، نو په ټاکنيز سيستم کې بدلون او نوماندانو ته د وړتیا لپاره شرایط اېښودل اړين دي، د افغانانو ترمنځ جګړه قطعاً د حل لاره نه ده. د کمونيزم بېخ ته زموږ کمونستان کېناستل، اسلام ته د اسلام په نوم د سياست کوونکو دلالانو زيان ورساوه، ډيموکراسي له غرب څخه را وارد شويو له ملي ګټو څخه ناخبرو روڼ اندو وشرموله او بالاخره دلته  افغانانو په سپېڅلو نومونو، د پرديو په مرسته د پرديو د ګټو،  په واک کې د پاتې کېدو او واک ته د رسېدو لپاره جګړه وکړه. افغانان يې ووژل او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

موږ پوهېږو چې ځيني سياستوال په واک کې د پاتې کېدو، واک ته د رسېدو لپاره د لاسته راوړنو او  ځينې نور د مقدساتو ترشا ځان پټوي، خو جګړې ته پردي بچيان استوي. موږ يې وينو چې د جګړې پلويان په خپله په زرې (مرمۍ ضد) موټرو کې ګرځي، د سيمټي دېوالونو ترشا اوسېږي او اولادونه يې په بهر کې خوندي ژوند کوي. موږ هغه لېوان پېژنو چې زموږ د دوکه کولو لپاره يې د پسونو پوستکي اغوستي دي، موږ ته معلومه ده چې فساد له څومره لوړ مقام څخه سرچینه اخلي، موږ يې وينو چې څوک اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي، موږ غل، مل او قاتل سره بېلولای شو، موږ رب ته په سجده نسکور او د چاپلوسي په موخه کاږه سرونه ښه پيژنو، موږ د ليلا  مجنون او د شيدو مجنون سره جدا کولای شو، موږ په محراب کې د امام او شيطان ترمنځ توپیر کولای شو. پردي ماتولای شو، خو د خپل ټوټه ټوټه ټولنيز بدن د جوړولو وړتیا نه لرو. زموږ د تاريخ حافظه لاهم دومره وړتیا لري چې چا د دين ولس او هېواد د خپلواکۍ، بريا، سپېڅلتيا او پرمختګ لپاره  خپلې ککرې قربان کړې او چا د خپلو موخو لپاره د شهيدانو په وينه باندې سوداګري وکړه، کامياب او کامران شول.

اوس دا دی استانبول ته روانېږو. اړينه دا وه چې اوس مو د جګړو دروغجنه تقلبي بريا او د سولې عزت او عفت درک کړی واى. استانبول ته له ملي اجنډا، افغاني وقار او ايماني فراست سره تللي واى، خو له بده مذغه عيني واقعیت همداسې نه دی. هر چا طرحه جوړه کړې، هرچا خپل ځان او غوښتنې پکې د ګوند، سمت، قوم، ژبې، نسل او جنس تر پوښښ لاندې ځاى کړې دي. موږ له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د ازغو پر سر مزلونه کوو. مشران مو د پرديو له خوا کارول شوي او ولس مو د مشرانو له خوا په مقدساتو غولول شوى دى.

زمونږ مفتوح او مغلوب هېوادونه لاهم په نړۍ حکومت کوي، خو موږ د پرديو خيرات ته پروپوزلونه جوړوو. پردۍ ډوډۍ ته ناست يو او پرديو مرستو ته پروپوزلونه جوړوو. په خپل غولي باندې ناستې، د شنو چايو څښل او د خپلو شخړو هوارول راڅخه هېر شوي دي.

Previous Post

رښتیا هم یوازې دوه صفونه دي؟

Next Post

نوې لوبه؛ پر سوله شکونه او له کورنۍ جګړې وېره

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
یوناما: تېرو درېیو میاشتو کې ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي

نوې لوبه؛ پر سوله شکونه او له کورنۍ جګړې وېره

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

عراق قران کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې د سوېډن سفیر شړلی

عراق قران کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې د سوېډن سفیر شړلی

جولای 21, 2023
یوه ترکي شرکت؛ د برېښنا سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

یوه ترکي شرکت؛ د برېښنا سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

جنوري 29, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved