چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

له راتلونکي د وېرې پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې ۹ لارې

ژباړه: حامد احمدزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 1, 2021
in روغتیا او ژوند
0
له راتلونکي د وېرې پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې ۹ لارې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

خلک په دې نه پوهیږي چې سبا، بله ورځ یا هم میاشت یا کال وروسته به څه پېښېږي؟؟ دا ژوند دی هرڅه پکې پېښېدونکي دي. زیاتره خلک له راتلونکې څخه په وېره کې ژوند کوي، که هرڅومره په احتیاط او د مهالوېش له مخې مخته لاړ شي هم؛ بیا هم نشي کولی چې هر څه سم او په خپل وخت تر سره کړي. هغه څه چې احتمالاً پېښېږي موږ باید له پښو ونه غورځوي. د ناڅرګنده راتلونکې د وېرې له امله ډېری خلک له مهمو پرېکړو کولو څخه ډډه کوي، دوی ممکن د لارې په اوږدو کې خورا ښه فرصتونه له لاسه ورکړي. په دې لیکنه کې موږ له راتلونکې د وېرې پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې نهه لارې چارې په ګوته کړې دي.

۱– دا مه هیروئ، لویې پېښې کله کله رامنځته کېږي

دا حقیقت دی او موږ تجربه کړې هم ده او په اړه یې هېڅ شک هم نشته چې ډېری خلک د هغه څه په اړه فکر کوي چې ډېر کم پېښیږي. د بېلګې په ډول، کله چې موږ د خپل دفتر له رییس سره وینو او په یوه موضوع ورسره خبرې کوو، خو کله چې مو له رییس سره خبرې خلاصې شي او له دفتره یې بهر شو، له ځان سره بېلابېل فکرونه کوو او دا وایو چې زما د خبرو په اړه به يې نظر څه وي؟ دا هغه څه دي چې په ژوند کې عادي دي او باید وړې خبرې په خپل ذهن کې لویې ونه نیسو. واقعیت له خیالاتو سه ډېر توپیر لري، چې همدغه خیالات له حقیقت څخه موږ وېروي.

۲- تر ټولو سخت شرایط په نظر کې ولرئ

کله چې دا ومنئ چې لویې وېرې کمې پېښېږي، همدا وخت له خپل ځانه وپوښتئ، تر ټولو بد حالت چې ممکن پېښ شي، هغه به څه وي؟ له دې سره دا کار موږ دې ته متوجه کوي چې څومره بد حالات هم مخې ته راشي، دنیا نه ړنګېږي. د لویو پېښو په نظر کې نیولو سره موږ پوهېږو چې زموږ وېره هغومره لویه نه ده لکه څنګه مو چې فکر کاوه. دا روښانه ده چې ځینې یې ممکن زموږ پر ژوند مثبت اغېز ولري، خو له ژوند کولو څخه مو نشي بې برخې کولی.

۳- کله چې اندېښمن وی، ځانونه بوخت وساتئ

ځینې وخت د ډېرو اندېښنو له امله بې خوبه کیږو، په داسې وختونو کې تر ټولو غوره لاره دا ده چې خپل ځان بوخت وساتو. د خوښې وړ فعالیت سره د ذهن بوخت ساتل د منفي احساساتو د له منځه وړلو لپاره اغېزمنه لاره ده.

۴- پر وخت تمرکز وکړئ

زموږ د زیاتره وېرو اصل په ځینو شیانو نه پوهېدل او د راتلونکې وېرې په اړه ځان ډېر وېرول دي. اصلي خبره دا ده چې موږ لاهم په دې فکر کوو چې یوازې نن وخت لرو، ځکه چې سبا ته لا وخت پاتې دی! که نشی کولی چې په اوسنیو ستونزو ځان بر لاسه کړی، یو قدم مخته لاړ شئ او په اړه یې ښه فکر وکړئ.

۵– د وروستۍ وېرې په اړه مو فکر وکړئ

په ژوند کې مو په وروستي ځل څه پېښ شول او هغه څه چې ترې وېرېدلي وی، څه وو؟ کېدای شي په ډېر ښه یا هم بد حالت کې مو ترې ځان خلاص کړی وي، کېدای شي تاسو له هغه سره موافق نه وی، هغه کار چې تاسو غوښت په هغه ډول سره پر مخ لاړ نه، ښه فکر وکړئ، ماتې او ناکامي تل زموږ د بې کفایتۍ او نشتون مانا نه لري. کېدای شي موږ بېله لار غوره کړې وي.

۶– که اړتیا وي له راتلونکې د وېرې په اړه له نورو مرسته وغواړئ

پرته له دې چې پوه شو ډېر کله ورځې او شپې په اندېښنو او وېره کې تېروو، معمولاً موږ دومره زړور نه یو چې اعتراف وکړو چې موږ غیر معقوله وېره لرو. یوځل چې موږ د منلو جرئت ولرو، بیا موږ په ښکاره ډول هغه شیان درک کوو چې موږ ورسره مخ یو چې زموږ وېره لرې کړي؛ خو دا مه هیروئ چې ځینې وختونه موږ ممکن د نورو مرستې ته اړتیا ولرو. موږ چې په ټولنه کې ژوند کولو ته اړتیا لرو او له هغه پرته ژوند نه شو کولای، ښکاره ده چې یو د بل مرستې ته اړتیا لرو او د مرستې غوښتل هېڅ غلط کار نه دی.

۷- ښه پایله انځور کړئ

د اوسمهال لپاره مثبت فکر کول ستونزمن دي، خو کولی شو چې د مطلوبې موخې او پایلې تر لاسه کولو لپاره ښه فکر وکړو! په ذهن کې ښه انځور جوړول تر خیالونو غوره دي، د انځور جوړونې لپاره باید تمرین وکړو، کوم واقعیتونه چې موږ یې غواړو باید په خپل ذهن کې په سم ډول انځور کړو، یا په بله وینا، تر بریا د مخه یې باید د لاسته راوړلو حس وکړو.

۸- په دعا کولو کې غفلت مه کوئ

څېړنو ښودلې چې معنوي فعالیتونه د ناروغیو او فزیکي ستونزو په درملنه کې مؤثر دي. له همدې امله، لمونځ او دعاګانې کولی شي له راتلونکې د وېرې کمولو کې مرسته وکړي. د هغو کسانو لپاره چې د مخه یې دا ډول شیان نه دي ازمویلي؛ کېناستل، تمرکز، دعا او د ژورې ساه اخیستل کیدای شي ورته بې ځایه خبره ښکاره شي، مګر پوهیږی چې په پټو سترګو سره د ژورې ساه اخیستل ډېر اغیز لري. دا ستاسو د نا آرامۍ په لرې کولو کې زیاته مرسته کوي.

۹- دا خبره (تاسې کولی شئ) هر وخت په یاد لرئ

موږ ټولو د ماتې خوړل تجربه کړي دي، زړورتیا په دې مانا نه ده چې هره لحظه د ماتې خوړلو احساس ونه کړو، زړورتیا یانې هغه څه چې موږ یې د سرته رسولو وړتیا لرو او له سرته رسولو یې نه وېرېږو. ممکن د زړورتیا تر ټولو مهمه ځانګړتیا دا وي چې حس کړو هېڅ څوک هم نه لرو؛ مګر کولی شو چې دا کار سرته ورسوو. موږ باید پخپله ځان ته جرئت او زړورتیا ورکړو! لومړی ګام زموږ پر ځان باور کول دي! له راتلونکې د وېرې پر مهال موږ باید پر ځان باور ولرو او داسې حس کړو چې موږ دا کار په ښه ډول تر سره کولی شو. هېڅوک له راتلونکې خبر نه دي چې څه به پېښېږي، له راتلونکې وېره د دې لامل نه کیږي چې وخت به حتمن خوشحاله در باندې تېر شي؛ باید قدم واخلو او مخته لاړ شو څو ووینو چې څه پېښېدونکي دي او ایا هغه په وېره ارزي؟ ښه دا ده چې خپله هڅه وکړو څو په دې لاره کې له غوره کړنلارو ګټه پورته کړو، تر ټولو مهمه دا چې په دې باور ولرو چې له سختو سره به مبارزه کوو او ځان به خپلې موخې ته رسوو.

Previous Post

د یمن انصار الله ډلې؛ یو ځل بیا پر سعودي توغندویي برید کړی

Next Post

د کلیو د پراختیا وزارت: ‎په جوزجان کې د ۲۱.۴ میلیونو افغانیو په لګښت پراختیایې پروژې بشپړې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
د کلیو د پراختیا وزارت: ‎په جوزجان کې د ۲۱.۴ میلیونو افغانیو په لګښت پراختیایې پروژې بشپړې شوې

د کلیو د پراختیا وزارت: ‎په جوزجان کې د ۲۱.۴ میلیونو افغانیو په لګښت پراختیایې پروژې بشپړې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پنټاګون: القاعده شبکه لا هم په افغانستان کې یو خطر ده

پنټاګون: القاعده شبکه لا هم په افغانستان کې یو خطر ده

اپریل 24, 2021

چين: بېلا بېل هېوادونه دې د واشينګټن له يو اړخيزم او د ځاني سوداګرۍ له ساتونکو کړنو سره مخالفت وکړي

دسمبر 14, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved