سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

له نورو څخه  دا هیلې مه کوئ!

ژباړه: حامد احمدزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 9, 2021
in روغتیا او ژوند
0
له نورو څخه  دا هیلې مه کوئ!
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ځینې وخت له نورو هیلې لرو چې زموږ لپاره باید یو کار تر سره کړي یا زموږ په خوښه باید چلند وکړي. سمه ده، ځينې وختونه به زموږ دا غوښتې پر ځای وي، خو په ځينو وختونو کې بیا داسې یو څه ته په تمه کېدل په ژوند کې ناهیلۍ زیاتوي او هماغه ده چې له نورو سره خوابدي کیږو او پر نورو یو ډول منفي اغېز لري. په دې باید پوه شو چې هر څه نشو کولی کنټرول  کړو او له نورو دې دا هیلې ولرو څو زموږ په خوښه ژوند وکړي. له نورو سره د ښو اړیکو لپاره باید دا زده کړو چې کومې تمې باید له نورو ونه لرو. په دې لیکنه کې مو هغو ټکو  ته اشاره کړې چې په پرېښودو سره به یې یو بریالۍ کس و اوسو او خوشحاله ژوند به ولرو.

۱ – هر وخت له نورو د موافقت تمه مه کوئ

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

که له نورو دا تمه لری، هر هغه څه چې تاسو یې په ورځني ژوند کې وايي او نور دې درسره موافق وي، تېروتنه کوی. هرڅوک خپل فکر او عقیده لري، هغه تمه چې موږ یې ترې لرو څو زموږ په خوښه دې خبرې وکړي یا دې زموږ  خبرې تایید کړي، بېځایه غوښتنه ده. تاسو کولی شی د معلوماتو او حقایقو په وړاندې کولو سره نورو ته د قناعت ورکولو هڅه وکړئ، خو دا فکر مو له سره وباسئ چې نور دې تل ستاسو له خبرو او فکر سره موافق وي.

۲ – کله چې ملامت وی، له نورو د قدر تمه مه کوئ

تاسو نشی کولی د ځان پر وړاندې د نورو د چلند ډول وټاکی، تر هرڅه مهمه ده چې تاسې لومړی خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او بیا له نورو د ورته چلند هیله ولری. موږ ټول کله ناکله غلطي کوو، له ستونزو سره مخ کيږو، پښېمانه کیږو، خو له دې ټولو سره سره باید د خپل ځان پړه پر بل وانه چوو. د خپل ژوند د بدلولو ځواک او اراده ولرو؛ نو ښه ده چې خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او خپلې وړتیاوې وګورئ، څو تاسو له نورو د هغه چلند تمه چې تاسې یې ترې لری، له تاسو سره وکړي.

۳ – که د ځان درناوی غواړی، د نورو درناوی وکړئ

درناوی خپله له زموږ څخه پیلیږي. که غواړی چې یو د درناوي وړ شخص و اوسئ، لومړی خپل ځان ته په درنښت قایل شئ، یانې داسې ژوند وکړئ چې خپل ځان ته په باور ښودلو سره له نورو سره داسې چلند وکړئ، څو پوه شی چې تاسې ته  د خپل عمل بدله درکول کېږي.

کله مو چې له خپل ځان او نور سره چلند سم کړ، هماغه ده چې نور به هم تاسو ته درناوی ولري.

۴ – هېڅکله له نورو د لارې ښودو تمه مه کوئ

که غواړی چې په ټولنه کې یو باوري کس و اوسئ او د داخلي جوړښتونو له مخې خپله شاوخوا لاره پيدا کړی، نو له نورو د دې تمه مه لرئ، څو تاسو ته ووايي چې څه غواړی. هیلې باید لومړی ستاسو په داخل کې را ژوندۍ شي. غیر فعاله توکي یو لوري ته کړئ او د خپلو نظرونو ملاتړ وکړئ، څو پوه شی چې څه غواړی او ولې یې غواړی. دا کار هېڅوک ستاسو لپاره نشي کولی.

۵– هغه کسان چې نه غواړي ستاسې خوا کې پاتې شي، د پاتې کېدو سات ورته مه کوئ

ځینې خلک ستاسو ژوند ته داخلیږي او پاتې کيږي، خو زیاتره خلک مو ژوند ته داخلیږي، خو بیرته وځي. هغه کسان نور پریږدئ چې غواړي له تاسو لرې و اوسي. هغوی چې له تاسو سره پاتې کیږي، هغه کسان دي چې غواړي د خوشحالۍ او خپګان په وختونو کې له تاسو سره و اوسي. دا ډول کسان ستاسو په ژوند کې له ارزښتمنو خلکو  څخه دي.

۶– له نورو د خپل فکر او نظر د درک ګیله مه کوئ

کله چې تاسو نشی کولی خپل فکر څرګند کړی، نو له نورو باید دا تمه ونه لرئ څو هغوی پر دې پوه شي چې تاسې څه ډول فکر کوی. د خپلو افکارو درک کول د هغه څه په پام کې نیولو په پرتله خورا مهم دي چې نور یې فکر کوي. لومړی له ځان سره ووايئ چې د څه په اړه فکر کوی، څنګه حس لری او  څه غواړی څو له ځان سره رښتیني و اوسئ؟ له هغه وروسته کولی شی خپل فکرونه، احساسات او غوښتنې له نورو سره شریکې کړی.

۷ – که خپله کومه شیمه ونه لری، له نورو د ستونزې د حل غوښتنه مه کوئ

دا مهمه نه ده څو پر دې پوه شو چې ستونزې څنګه حل کړو، مهمه دا ده چې موږ باید د خپلو  ستونزو په خاطر  نور ملامت نه کړو. کله چې موږ  د خپلو ستونزو  په خاطر نور  ملامتوو  یا  په دې  تمه وو چې زموږ ستونزې حل کړي، نو موږ نشو کولی چې  خپلو وړتیاوو ته وده ورکړو. کله چې موږ  دا تمه ولرو  چې نور خلک مو ستونزې را حل کړي، دا، دا مانا لري چې موږ خپل قدرت او واکونه نورو ته سپارو.

۸– تر هرڅه مخکې خپل ځان ته ارزښت ورکړئ

کله چې خپل ځان ته په ارزښت نه وی قایل او له خپل ځانه دفاع ونشی کړی، ډېر ژر به خپل ځان کوچنی او بې ارزښته  کړی او  دا پيغام  نورو ته ورکوی چې خپل ځان  درته بې ارزښته دی، نو ښه ده چې لومړی باید له خپل ځان سره ارزښتمندانه چلند وکړئ، څو نور هم درسره ورته چلند وکړي.

۹ – کله چې خپل ځان ته بښنه نشی کولی، له نور د بښنې تمه مه کوئ

کله چې له نورو د بښنې په تمه وی، خو تر هغه مو خپل ځان نه وي بښلی، هېڅکله دا تمه مه کوئ چې نور به مو وبښي. دا زده کړئ چې بښنه لومړی له خپل ځانه شروع کېږي، څو نور خلک تاسو وبښي او تاسو هم هغوی وبښئ.

۱۰– هېڅ وخت له نورو د ستاینې تمه مه کوئ

امکان لري چې ځینې وختونه نور تاسو وستايي او یا مو هم ونه ستايي. تاسو نشی کولی چې د دوی پر ستاینه باندې تکیه وکړئ. که تاسو د نورو لپاره د خپل کار د ارزښت تعریفولو لپاره ښه کارونه کوی، نو د نا امیدۍ لپاره چمتو اوسئ.

کله چې تاسو د داخلي ډاډ تر لاسه کولو لپاره یو څه کوی، نو یو ښه احساس به ولری.

کله چې په یوه ښه لاره قدم ږدی او خپل منفي احساسات مو له منځه وړی یا هم له نورو سره په مینه او مهربانۍ چلند کوی، نو خپل ځان مو ستایلی دی. دا مهمه نه ده چې نور به څه فکر کوي. څه شی چې اهمیت لري، هغه دا دي چې خپله د خپل ځان په اړه څه ډول فکر کوی. له خپل ځان سره خبرې وکړئ او د هڅونې او ځواک ورکولو مهارتونه وکاروئ. دا کار به د دې لامل شي چې د ځان په اړه به ډېر لوی اعتبار تر لاسه کړی.

۱۱– هېڅ وخت له نورو د هڅونې تمه مه کوئ

هیڅوک نشي کولی چې تل دې تاسو وهڅوي، ځینې وخت به بد حال لری او خپه به وی، خو یو ملګری مو کولی شي ستاسو حالت بدل کړي، خو دا نشي کولی چې تاسو دې ته وهڅوي چې له ژونده خوند واخلی. خپله تاسو یاست چې د خپل ځان لپاره اهداف ټاکی او ورته د رسېدو لپاره هڅې  کوی.

هغه اهداف چې تاسو یې ټاکی باید ډېر مشخص وي، څو تاسو هغه لوري ته جذب کړي، چې ستاسو لپاره ارزښت لري. د هغه څه په لټه کې اوسئ چې ژوند مو  مثبت لوري ته بیايي.

۱۲– له نورو دا تمه مه کوئ، چې هر وخت دې تاسو درک کړي

هیڅوک ستاسو په څېر نه دي راپورته شوي، ستاسو په ځای کې نه دي او ستاسو په ځای کې ژوند نه کوي. نو ښه ده چې له نورو دا تمه ونه کړئ چې تاسو دې په پوره مانا درک کړي. ځینې ​​کسان کولی شي چې ډېرې نږدې اړیکې در سره وپالي، په داسې حال کې چې نور ممکن حتی په هغه څه نه پوهیږي چې تاسو یې په اړه خبرې کوی.

 

Previous Post

وړې خوښۍ او لویې اغېزې

Next Post

د چين دوديز نوی کال

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
د چين دوديز نوی کال

د چين دوديز نوی کال

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هند کابل کې د خپل سفارت پرانیستلو ته نږدې شوی

هند کابل کې د خپل سفارت پرانیستلو ته نږدې شوی

جون 8, 2022
د اوکراین ولسمشر: پر خپله خاوره خپل اختیار غواړو، له هیچا مو سترګه نه سوځي

د اوکراین ولسمشر: پر خپله خاوره خپل اختیار غواړو، له هیچا مو سترګه نه سوځي

فبروري 22, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved