چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

“له چين سره سوداګري کول” د لا زياتو بهرنیو تصديو په انتخاب بدل شوی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 13, 2022
in نړیوال خبرونه
0
“له چين سره سوداګري کول” د لا زياتو بهرنیو تصديو په انتخاب بدل شوی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د برلین د میخانیکي انجینرۍ په وروستۍ غونډه کې ” له چین سره د سوداګرۍ ساتل” یوه توده موضوع شوه. د جرمني صدراعظم اولاف شولز یو ځل بیا له نړیوال کېدو څخه خپل ښکاره ملاتړ څرګند کړ او په ګوته یې کړه چې د اړيکو پرېکون  بشپړه ناسمه لاره ده. هغه د چین په ګډون له ډېرو هېوادونو سره د سوداګرۍ کولو په اړتیا ټینګار وکړ. همدا مهاله، د اروپایي ټولنې د سوداګرۍ کمېشنر والديس دومبروفسکيس هم دا په ډاګه کړې، چې له چین سره د اړيکو پرې کول د اروپايي شرکتونو انتخاب نه دی، چین د مخ پر ودې يو مهم بازار او د عرضې سرچینه ده.

د چین بازار څومره لوی دئ؟  دغه بازار د ۱۱۴ ټريليون يوانو په مجموعي اقتصادي حجم او له ۱.۴ ميلياردو تنو څخه زياتو مصرفوونکو سره په نړۍ کې د توليداتو مصرفولو دوهم لوی بازار ګرځېدلی او د مصرف د لوړولو تمايل يې ښکاره او څرګند دی. دا نه يوازې د چينايانو ژوند ښه کوي، بلکې نورو هېوادونو ته د پرمختګ لا زيات فرصتونه برابروي. له يوې مياشتې څخه په کمه موده کې به د چين د وارداتو پنځم نړيوال نندارتون تر سره شي او په دغه نندارتون کې به د نړۍ څه دپاسه ٢٨٠ وی شرکتونه ګډون وکړي چې له دې جملې څخه له ۹۰سلنې زياتو شرکتونو د دې نړيوال نندارتون په پخوانيو دورو کې ګډون کړی و.

تمه کېږي چې له نورو هېوادونو څخه لا زيات لوړ کیفیت لرونکي محصولات د چین بازار ته داخل شي، څو بېلا بېلې خواوې متقابلې ګټې او بريالۍ پايلې تر لاسه کړي.

په عين وخت کې د نړيوالې عرضې د يوې مهمې سرچينې په توګه د چين مقام نه بدلېږي. چین په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو په صنعتي درجه بندي کې ټولې صنعتي کټګورۍ لري. د چين د ۵۰۰ ډولو سترو صنعتي توليداتو له ۴۰ سلنې څخه د زياتو ډولو توليدي توان په نړۍ کې لومړی ځای ساتي.

د نړيوال نوښت د شاخص راپور چې د پوهې د ملکیتونو حق د نړيوال سازمان لخوا خپور شوی، دا څرګندوي، چې په ۲۰۱۲م کال کې چين د نوښت په برخه کې ۳۴م مقام ونيو او د ۲۰۲۱م کال په شاخص کې يې ۱۲م مقام خپل کړی دی. دا پدې مانا ده، چې د چين صنعتي پرمختګ ډېر تخنیکي تحرک ترلاسه کړی او د صنعتي ځنځير تفاوق او غوره والی لا نور هم څرګند شوی دی.

نړيوال پولي صندوق د اکتوبر په يوولسمه نېټه د نړيوال اقتصادي وړاندوينې تازه راپور خپور کړ او په اشارې سره يې ويلي، چې اوس مهال نړيوال اقتصاد له ډېرو ننګونو سره مخ دی او له همدې امله يې د راتلونکي کال لپاره د نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه ۲.۷ سلنې ته ټيټه کړې ده. په دې حالت کې چین نړۍ ته ثبات برابروي.

د چين د حکومتي ارګانونو له خوا تازه خپاره شوي ارقام ښيي چې له تېر اګست راهيسې د چين اقتصاد د مسلسل ښه والي په حال کې و او عمده شاخصونه يې عموماً ښه شوي دي. بهرنيو رسنيو دا له تمې څخه پرمختګ بللی دی. په راتلونکي اوږد مهال کې به د چين د پرمختګ امکانات ډاډمن وي، د اصلاحاتو او ورخلاصون هوډ يې ثابت دی او له نورو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا په غرض تګلاره يې هم ثابته ده.

چين د مسلسل ورخلاصون او د سوداګريز چاپېريال د مداوم ښه والي له لارې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دوستانو ته ښه راغلاست وايي. چين غواړي د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډ برياليتوب تر لاسه کولو په مفکورې سره په نړيواله صحنه کې خپل ځای ولري او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ځواکمن او خوځنده ځواک برابر کړي.

(ژباړه: شکريه)

Previous Post

د فرانسې ولسمشر د ایران له لاریون والو ملاتړ کړی

Next Post

د چين کمونېست ګوند د ۲۰م کانګرېس د راپور د چمتو کولو په پار د مختلفو ټولنو وړانديزونه واورېدل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين کمونېست ګوند د ۲۰م کانګرېس د راپور د چمتو کولو په پار د مختلفو ټولنو وړانديزونه واورېدل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اوچا: افغانستان کې مو له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

اوچا: افغانستان کې مو له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

جون 4, 2025
په غزني کې پر نږدې څلورو زرو بزګرانو د کرنې اړونده توکي او درمل وېشل شوي

په غزني کې پر نږدې څلورو زرو بزګرانو د کرنې اړونده توکي او درمل وېشل شوي

جولای 1, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ