چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

له چین څخه د تايوان د جلا کېدو هڅې د منلو نه دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 16, 2024
in نړیوال خبرونه
0
له چین څخه د تايوان د جلا کېدو هڅې د منلو نه دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د خلکو د ازادۍ بښونکي پوځ د ختيځې جنګي سيمې ډلې د اکتوبر په ۱۴مې نېټې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه تنظيم کړي او د تايوان تنګي، د تايوان ټاپو په شمال، جنوب او ختيځ کې يې د (ګډې تورې-۲۰۲۴B) نظامي تمرين ترسره کړی او ايتلافي توان یې ښودلی دی.

د لياو نينګ په نوم الوتکه وړونکو بيړيو ډلې هم په دغه تمرين کې برخه اخيستې وه او له چین څخه د تايوان د بېلتون غوښتونکو کړنو ته یې ټینګ غبرګون ښودلی دی. چين دغه تمرين د خپل ملي حاکميت او د هېواد د يووالي عادلانه او اړين فعاليت بللی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

 د تايوان سيمې د ادارې مشر لای چينګده له چین څخه د تایوان د بېلتون غوښتونکي او د سولې خرابوونکي کس په توګه د اکتوبر په لسمې نېټې د دوو هېوادونو نوې نظريه په سيسټماټيک ډول بيان کړې او د چين د مرکزي حکومت پر وړاندې يې د مقابلې فکر او لمسوونکې نظريې راپارولې دي، چې له امله یې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترينګلي حالات نور هم سخت شوي او د دغه تنګي سولې او ثبات ته يې زيان رسولی دی. نوموړي له چین څخه د تایوان د جلا کېدو يا بېلتون په موخه پاروونکې کړنې ترسره کړي او سترې برخې يې پر وړاندې قانوني او معقوله مقابله کړې ده.

د لای چينګده وينا پر دروغو متمرکزه وه او د تایوان سیمه یې زيانمنه کړې ده. نوموړی غواړي چين تجزیه کړي او د بېلتون نظريې يې د نظامونو د سیالۍ په بڼه خپرې کړي، د ډيموکراسۍ د مبارزې جعلي نظريې يې پورته کړي او په نړيوال ډيموکراتيک ځنځير کې یې د خپل کليدي مقام د ثابتولو لپاره خبرې کړې دي. د چين ستره برخه د تايوان له خپلواکۍ او د هېواد له بېلتون او تجزیې سره ټينګ مخالفت کوي او دا د مختلفو ميکانيزمونو سيالي نه، بلکې د خپلواکۍ او بيلتون مسئله بولي.

په تايوان تنګي کې د چين د خلکو د ازادۍ بښونکي پوځ د لويې پيمانې تمرين د تايوان بېلتون غوښتونکو ته، چې د هېواد د تجزيې کوششونه کوي، سزا ده او هم د هېواد د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا لپاره عادلانه کړنه ده.

 د چين ولسي جمهوريت په «اساسي قانون» کې ليکل شوي، چې تايوان د چين د خاورې برخه ده او «د چين د تجزیې ضد قانون» بيا وايي، چې هیڅ ځواک ته به په هيڅ نوم اجازه ور نه کړي، چې تایوان له چين څخه جلا کړي. د چين «د ملي دفاع قانون» کې د هېواد د ازادۍ بښونکي پوځ ته دنده ورکړل شوې، چې ملي حاکميت، د خلکو اتحاد او د خاورو بشپړتيا وساتي.

که د يو هېواد ځواکونه په خپلې خاورې کې تمرينونه ترسره کوي او خپل ملي حاکميت ساتي، نو هیڅ اجازې ته اړتيا نه لري. د چين د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ هم په خپلې خاورې، سمندري او هوايي قلمرو کې تمرينونه کوي، نو هیڅ اجازې او پلمې ته پکې اړتيا نه لیدل کېږي.

د یادولو ده، چې چين دغه پوځي تمرينونه د تایوان د خپلواکۍ او بيلتون غوښتونکو پر مقابلې کې ترسره کړي او دا د تايوان خلکو ته کوم اخطار نه دی. د تايوان خپلواکي د دې سيمې د خلکو له ګټو سره په ټکر کې او سمه لاره نه ده او د بېلتون غوښتونکو هڅې به سيمې ته ستونزې جوړې کړي او نړيواله ټولنه هم ورسره همغږې نه ده، بلکې ډاګيز مخالفت يې کوي.

د تايوان بېلا بېلو ټولنو د اکتوبر په لسمې نېټې د لای چينګده وينا غندلې ده. نوموړی د يو چين اصل ننګوي، د تايوان تنګي سوله خرابوي او د تايوان د خلکو ګټې زيانمنوي. د چيني ځواکونو ياد تمرين د تايوان تنګي د سولې، ثبات او د خلکو ګټو د ساتنې لپاره يو اړين فعاليت دی.

د تايوان مسئله د چين په مرکزي ګټو پسې تړاو لري او په سیمې کې سوله، پرمختګ، تبادلې او همکارۍ د تايوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو ګډه هيله ده، خو برعکس د تايوان د خپلواکۍ هڅې به د سیمې سوله او ثبات خراب کړي او د خلکو ګټې به زیانمنې کړي.

که د تايوان د خپلواکۍ هڅې ونه دريږي، نو سترې برخې د مقابلې کړنې به همداسې روانې وي او د هېواد د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا لپاره به د چين د خلکو ازادۍ پوځ فعاليتونه دوام ولري.

Previous Post

روان کال په بغلان ولایت کې ۷۶ ټولګټې پروژې پلې شوي

Next Post

وانګ يي له عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرې وکړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

وانګ يي له عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرې وکړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کراچۍ پوهنتون د ترهګريز بريد د پېښې د حل ځانګړی صندوق جوړ شوی

مې 1, 2022
د ترکیې د مرستو اتمه جوپه هم هرات ولایت ته رسېدلې ده

د ترکیې د مرستو اتمه جوپه هم هرات ولایت ته رسېدلې ده

نوومبر 26, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ