سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

له کرونا وروسته به نړۍ څه ډول وي؟

فارین پالیسي/ ژباړه: جواد تيموري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 26, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
له کرونا وروسته به نړۍ څه ډول وي؟
1.3k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

فارین پالیسي په تازه خپاره کړي مطلب کې لیکلي، د برلېن دېوال د نړېدو او یا هم د لیمن وروڼو بانک د دېوالي کېدو په څېر، د کرونا ویروس پراختیا په نړۍ کې تازه هغه بحث دی چې د نړۍ پر راتلونکي یې پراخ اغېز نن هم د تصور وړ دی. تر ټولو مهمه یې دا ده چې لکه څه ډول چې دغه ویروس نن په نړیواله کچه د انسانانو روغتیایي او سوداګریز ژوند له پراخې ګډوډۍ سره مخ کړی، دغه راز به د نړۍ د اقتصادي او سیاسي ځواک د بدلون لامل هم شي.

فارین پالیسي په خپل مطلب کې د نړۍ له بېلابېلو برخو د ۱۲ لویو مفکرینو هغه ټکان ورکوونکې وړاندوینې هم را اخیستي چې د کرونا ویروس له ناورین وروسته یې د نړیوال نظم په تړاو کړې دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

یو څه پراخه، ازاده او سوکاله نړۍ

د هاروارډ پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد او مشهور نړیوال نظریه ورکوونکی سټیفن والټ په دې اړه وایي، د دغه ویروس پراخوالی به د دولت د رول د پیاوړتیا او د ناسیونالیزم سبب شي. دولتونه چې هر ډول وي، د ناورین د مدیریت لپاره اړین او بيړني اقدامات کوي او ښایي د ناورین له پای ته رسېدو وروسته هم د خپلو ګټو لپاره پر دې چارې ټینګار وکړي.

کرونا ویروس یا کووېد- ۱۹ به هم له لوېدېځ څخه ختیځ ته د واک او نفوذ د لېږد او بدلون لړۍ چټکه کړي. جنوبي کوریا او سېنګاپور په دې تړاو تر ټولو ښه غبرګون ښودلی او چین هم له لومړنیو تېروتنو وروسته دغه ناورین په ښه ډول مدیریت کړ، خو په امریکا او اروپا کې د حکومتونو ځواب ډېر متردد دی او دغه څه ښایي د لوېدیځ د اوسني ځواک کچه او برنډ راټیټ کړي.

که څه هم د نړیوال متناقض سیاست څرنګوالی به په بنسټيز ډول بدلون ونه کړي، خو په راتلونکي نوي پړاو کې به نړیواله همکاري کمه او د زبرځواکونو ترمنځ به د سیالیو ډګر د پخوا په پرتله ډېر تود شي. په بله وینا، لکه څرنګه چې تر دې وړاندې نورو نړیوالو ستونزو؛ لکه، په ۱۹۱۸ او ۱۹۱۹ ز کلونو کې د انفلونزا ناورین د نړۍ د پیاوړو قدرتونو ترمنځ سیالي پای ته ونه رسوله، دغه راز کرونا ویروس به هم دغه چاره پای ته ونه رسوي، خو  موږ به نړیوالتوب ته د رسېدو لپاره د پخوا په پرتله څو ګامه نور هم شاته کړي؛ ځکه چې خلک اوسمهال د ځان ساتنې په موخه پر ملي دولتونو پسې دي او دغه دولتونه هم له راتلونکو ممکنه ګواښونو سره د مقابلې لپاره  د خپل واک او ځواک د ډېرولو په هڅه کې دي.

په لنډ ډول ویلی شم چې کووېډ- ۱۹ به له دغه ناورین وروسته یوڅه پراخې، سوکاله او ازادې نړۍ ته لار پرانیزي. که څه هم د دغه ډول وضعیت د رامنځته کېدو اړتیا نه وه، خو بیا هم د دغه وژونکي ویروس ترکیب، د منظم او منسجم پلان او پروګرام نشتوالي او بې کفایته رهبرۍ بشریت نن ورځ په ګواښوونکې او له اندېښنې ډکه لار کې درولی دی.

 ځینې رهبران به ښایي د کووېډ- ۱۹ ویروس د ناورین په مدیریت سره د خپل ځان په ثابتېدو سره د خپلو خلکو پر وړاندې یو څه سیاسي پانګه وساتي، خو  هغه رهبران چې په دې برخه کې ماتې خوري، ډېره به ورته ستونزمنه وي چې د خپلې پړتیا او ملامتۍ له کبله د نورو پر وړاندې ودرېږي.

لکه څرنګه چې پوهېږو، نړیوالتوب به هم پای ته ورسېږي

د چېټم هاس فکري بنسټ مشر رابین نیلبټ وايي، کرونا ویروس به نړۍ ته داسې دروند پېټی شي چې د نړیوالتوب پر لور د تګ لپاره به د اقتصاد ملا ماته کړي. د چین اقتصادي او نظامي چټکې ودې په امریکا کې وړاندې له دې د داسې دوو ګوندونو رامنځته کېدو ته لاره هواره کړې چې امریکا باید په فکري او ټکنالوژۍ له اړخه له نړۍ متفاوته وي او متحدین یې هم اړ کړي چې له دوی پیروي وکړي.

تر ډېره د چین پر محور څرخېدونکی نړیوالتوب

د سېنګاپور د ملي پوهنتون د اسیا د څېړنیز بنسټ لوړپوړی غړی کيشور محبوباني وايي، د کووېډ- ۱۹ یا کرونا ویروس پراخوالی اساساً نړیوال اقتصادي جهتونه نه بدلوي، بلکې دغه څه به له وړاندې پیل شوی بدلون نور هم چټک کړي. دغه بدلون یوازې د امریکا له محوره د چین پر محور څرخېدونکي نړیوالتوب ته لاره برابروي او نور خاص بدلون به رامنځته نه کړي.

ډیموکراسۍ به له خپلو پوستو د باندې راووځي

د پرینسټون پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو استاد جان ایکنبري وايي، په لنډمهال کې به دغه کړکېچ د لوېدیځ د لویې ستراتېژۍ پر سر بحثونه راوپاروي. ناسیونالیستان او د نړیوالتوب مخالفین، چین او ان لېبرال انټرناسیونالیستان به له دې وضعیته د خپلو نظریو لپاره نوي شواهد او بېلګې پیدا کړي. اوسنیو پراخو اقتصادي زیانونو او ټولنیزې پاشلتیا ته په کتو، د ناسیونالیزم حرکت له پیاوړتیا او د پیاوړي ځواک له ستراتېژۍ له بېلېدو پرته بل څه نه ښکاري.

لږ ګټه، خو ډېر ثبات

«د امریکا د بهرینو اړیکو شورا» په بنسټ کې د لاتیني امریکا د څېړنو لوړپوړی غړی شانون کي اونیل وایي، کووېډ- ۱۹ د نړیوال تولید اساسي اصول کمزوري کوي. لوی شرکتونه او کمپنۍ په دې اړه غور کوي چې څه ډول خپل کارونه بېرته په زنځیري ډول په کوچنیو هغو ووېشي.

دغه پراخه ناروغي یوه ګټوره موخه وړاندې کولی شي

د سېنګاپور د ملي پوهنتون د اسیا د څېړنې بنسټ غړی شیوشانکار منون وایي، تر اوسه د ناورین د پیل ورځې دي، خو له دې سره سره درې شیان تر ډېره د پام وړ دي؛ لومړی- د کرونا ویروس پراخوالی به د هېوادونو د ننه او بهر سیاست بدل کړي. دویم- ټولنې او ان ازادي غوښتونکي به تر ډېره د دولت رول ادا کړي. درېیم- د دغه ویروس په کنټرول او د اقتصادي اغېز په مدیریت کې د دولتونو نسبي بریا به په ټولنه کې د امنیتي او قطبي مسایلو د ډېرېدو او یا هم کمېدو لامل شي. په هر صورت، داسې ښکاري چې دولت بېرته راګرځېدلی دی. تر دې مهاله تجربو ثابته کړې چې اقتدار غوښتونکي یا پوپولیستان لاهم د دغه ویروس په کنټرول کې ښه نه دي ځلېدلي، نو له همدې کبله ویلی شو چې د کوریا او ټایوان په څېر هېوادونه چې دغه ناورین یې ډېر ژر مدیریت کړ، د رښتینو ډیموکراټیکو دولتونو لرونکي دي.

د امریکا ځواک او قدرت یوې نوې ستراتېژۍ ته اړتیا لري

د هاروارډ پوهنتون پیاوړی او مشهور استاد جوزف نای وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ ز کال کې د دغه هېواد د ملي امنیت نوې ستراتېژي اعلان کړه، چې تر ډېره پکې د دغه هېواد پر سیالو لویو قدرتونو متمرکزه وه، خو د کووېډ- ۱۹ یا کرونا ویروس څخه داسې ښکاري چې دا ستراتېژي نېمګړې ده. ان که امریکا پر ټوله نړۍ واک او تاراج هم وچلوي، بیا هم په یوازې توګه د خپل ځان امنیت نه شي ساتلی.

د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ تاریخ به د ناورین د برنډونو په واسطه ولیکل شي

د بروکېنګز فکري بنسټ مشر جان آلن وايي، د تل په څېر به تاریخ د جګړو د فاتحانو له خوا ولیکل شي. همدا اوس هر ملت او هر وګړی په ډېر شدت سره د دغه ویروس او ناروغۍ رواني او ټولنیز فشار په بېلابېلو ډولونو تجربه کوي، خو بالاخره به ځینې هېوادونه د خپلو پیاوړو اقتصادي او سیاسي سیستمونو او ثابتو روغتیایي نظریو په مرسته پر دې وتوانېږي چې له دغه ناورینه راووځي. د ځینو له نظره به دا د ډیموکراسۍ، څو اړخیزوالي او نړیوالې روغتیا د ساتنې لپاره یوه لویه بریا وي، خو بلخوا به دا دغه څه د ځینو استبدادي او قاطع حکومتونو لپاره په ګټه وي.

په هر صورت، دغه ناورین او کړکېچ به نړیوال نظم او قدرت ته له سره بدلون ورکوي. کووېډ- ۱۹ به د اقتصادي ودې د ټیټوالي او دغه راز د حکومتونو ترمنځ د کړکېچ د ډېروالي لامل شي. په اوږدمهال کې به دغه پراخه ناروغي د نړیوال اقتصاد د تولید کچه او ظرفیت د پام وړ راکم کړي. دغه ګواښ اوسمهال تر ډېره مخ پر ودې هېوادونو او هغو کسانو ته متوجه دی چې له اقتصادي اړخه د زیان لیدونکو کارګرانو سهم یې ډېر دی. دغه راز نړیوال سیستم به هم په خپل وار سره تر ډېر فشار لاندې راولي چې په دې سره به په هېوادونو کې د ننه او په ټوله نړۍ کې پراخو جګړو او کشمکشونو ته لاره هواره کړي.

د نړیوال پانګوال نظام لپاره نوی او ډراماتیک پړاو

«د امریکا د بهرینو اړیکو شورا» په بنسټ کې د نړیوالې روغتیا د برخې پخوانی او لوړپوړی غړی لوري گرېت وایي، د کرونا ویروس له کبله نړیوال اقتصادي سیستم ته یو لوی ټکان دا دی چې نړیوال تامینوونکی زنځیر او د توزیع شبکې په ډېر شدت سره د ګډوډۍ په حال کې دي. له همدې کبله، به دغه ویروس نه یوازې دا چې پر نړیوال اقتصاد اوږدمهالې اغېزې ولري، بلکې په ټوله کې به یو لوی بدلون رامنځته کړي.

د ماتېدونکو دولتونو ډېروالی

«د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا» رییس ریچارډ هاس وایي، فکر کوم چې کرونا ویروس به تر نږدې څو راتلونکو کلونو پورې ډېری دولتونه د انزوا پر لور بوځي. ترڅنګ به یې زما په نظر له پراخو مهاجرتونو سره مخالفتونه ډېر شدید شي. دغه راز د سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو لکه، د اقلیم بدلون د حل لپاره د چمتووالي او ژمنتیا نه شتون به د دغه کړکېچ نورې برخې وي. د همدې شرایطو پر اساس به ډېری هېوادونه د دغه ناورین د اغېز له کبله له ستونزو سره مخ شي چې په دې سره به د ماتېدونکو دولتونو په شمېر کې د پام وړ ډېروالی راشي.

امریکا د نړۍ په رهبري کولو کې ماتې خوړلې

د ستراتېژیکو څېړنو د نړیوالې موسسې مرستیال کوري شایک وایي، امریکا نور د نړیوال رهبر په توګه څوک نه پېژني. د کرونا ویروس پراخېدل دا په ډاګه کوي چې واشنګټن نور د نړیوالې رهبرۍ په برخه کې ماتې خوړلې ده.

د ځینو هېوادونو لوړه روحیه

د هاروارډ پوهنتون استاد او د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال نېکولاس برېنز وایي، د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ پراخېدل د روانې پېړۍ تر ټولو ستر ناورین دی. د دغه ناورین کچه او عمق بیخي ډېر دی. دغه ناورین د نړۍ د نږدې ۷.۸ میلیارده انسانانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده. د دغه ناورین له کبله رامنځته شوی مالي کړکېچ د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ ز کلونو د کړکېچ په پرتله خورا ډېر دی. دغه راز طبیعي ده چې هر ناورین په یوازې ځان سره کولی شي چې داسې ټکان او لړزه رامنځته کړي چې ورسره به نړیوال نظم او د قدرت توازن بدل شي. له دې ټولو سره سره، دا هیله مندي هم شته چې نړۍ به یوه ورځ پر دې ستونزې لاسبرې کېږي.

Previous Post

کرونا په نړۍ کې؛ د مړو شمېر تر ۲۰ زرو او د اخته کسانو تر ۴۵۰ زرو واوښت

Next Post

کرونا په امریکا کې؛ سنا د دوو تریلیونه ډالرو طرحه تصویب کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
کرونا په امریکا کې؛ سنا د دوو تریلیونه ډالرو طرحه تصویب کړه

کرونا په امریکا کې؛ سنا د دوو تریلیونه ډالرو طرحه تصویب کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اکټوبر اوومه: افغانستان کې امریکایي جګړه شلم کال ته د ننه شوه

د اکټوبر اوومه: افغانستان کې امریکایي جګړه شلم کال ته د ننه شوه

اکتوبر 7, 2020
د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د کانکور ازموینې پروسه پیل شوې

د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د کانکور ازموینې پروسه پیل شوې

مې 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved