چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

له کرونا وروسته نړیوال نظم

لیکوال: مارتين وويل / ژباړن: جواد تيموري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 5, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
له کرونا وروسته نړیوال نظم
888
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سرچينه: فايننشل ټايمز ورځپاڼه

بحرانونه تاريخونه جوړوي، ښايي د کرونا ويروس له کبله رامنځته شوی کړکېچ به ټوله نړۍ بدله نه کړي، خو د نړۍ د بدلون لپاره به روانې هڅې ډېرې ګړندۍ کړي. ددغه بدلون يو لوی او ښايي اساسي علت به د زبرځواکونو په توګه د چين او متحده ايالاتو ترمنځ اړيکي وي. زبرځواک کېدل د بې رحمه ځواک په مانا نه دی، بلکې‌ د وړ او ځيرک رهبر په مانا دی، چې دغه څه همدا اوس ليدل کېږي. يوه مشهور سنګاپوري ډیپلوماټ کيشور محبوباني په دې اړه تازه کتاب ليکلی چې په دې تړاو پکې مفصل بحث شوی دی. هغه د يوې پوښتنې چې ايا چين ګټونکی دی؟ په ځواب کې وايي، چې دغه کار به ژر ونه شي، خو کېدونکی دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ښايي د هغه له تحليل څخه به تر ټولو مهمه پايله دا وي چې نړيوالې اغېزې او بدلونونه پخپله د نړيوالو قدرتونو انتخاب دی.

دا چې اوس يو خطرناک ويروس په نړۍ کې خپور شوی، دغه څه په ياد کتاب کې نه دي راغلي، چې دا پر روان بدلون او د دې لړۍ په چټکتيا يو بل مهم او اغېزمن عامل دی. دغه څه د اروپايي ټولنې د يووالي او يا د دې ټولنې د حضور په نشتون، د هېوادونو اغېزمنتيا، مالي زيانونو او نړيوالې همکارۍ په برخه کې هم د بحث وړ دی او صدق کوي. په پورتنيو ټولو مواردو کې د امريکا او چين کړنې او تګلارې ځانګړی ځای لري. نو پوښتنه دا ده چې له وضعيت څخه مو څه زده کړل؟ کرونا ويروس چې لومړی ځل د چين د هوبي ولايت په ووهان ښار کې راپيدا شو، نن يې د نږدې ټولې نړۍ ټولنيز او اقتصادي نظم له ګواښ سره مخ کړی دی چې له همدې کبله نړۍ سخته زيانمنه شوې ده. د امريکا د روغتيا ملي انسټیټیوټ وايي، چې د دغه ويروس اصلي سرچينه او علت لاهم نه دي په ډاګه شوي او ځينې چارواکي بيا په لوی لاس د ناسمو خبرونو په خپرولو سره غواړي چې د دغه کار مخنيوی وکړي. دوی په دې سره دې ته لاره هواره کړه چې دغه ويروس ټولې نړۍ ته خپور شي. چین په ډېرېدو چټکو اقداماتو سره دغه ويروس په هوبي ولايت کې کنټرول کړ او د دغه هېواد نورو سیموته يې د خپرېدو مخه ونيوله. له همدې کبله په چين دغه ويروس تلفات د نورو هېوادونو په پرتله د پام وړ کم دي. په چین کې دغه ويروس چټک مهارول د امريکا لپاره ښه خبر نه دی.

که څه هم دغه کار چين ته په نسبتا لوړه اقتصادي بيه تمام شو، خو دولت ډېر ژر پانګوال او شرکتونه وهڅول څو د خپلو  کارکوونکو د ژوند د خونديتوب په پار لاس په کار شي. دغه راز د بېکارۍ کچه هم د نورو هېوادونو په پرتله په چين کې ډېره نه ده لوړه شوې او بلخوا د دغه ويروس له کبله د کار ډېری قربانيان مهاجرين وو. که څه هم دغه هېواد ته د کرونا له کبله متوجه ګواښ لاهم پرځای دی، خو له دې سره سره چين اوس د دې فرصت لري چې خپل اقتصاد بېرته له سره ورغوي. په ورته وخت کې د امريکا لپاره شرایط د بل هر وخت په پرتله ستونزمن شوي دي. امريکا له يوې خوا له يوه شرير ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړېږي او له بلې خوا ان د انګلستان په څېر هم ونه شو کولای چې د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه وکړي. د کلمبیا پوهنتون استاد جيفري ساکس په امريکا کې د ياد‌ ويروس سره د مبارزې لپاره د پياوړې ارادې له نشتوالي و ناوړه وضعيت پرده پورته کوي. د هغه په خبره، کرونا ويروس په ډېرې چټکۍ او وېروونکي ډول په ټول هېواد کې د خپرېدو په حال کې دی، داسې ښکاري چې وضعيت به له دې نور هم خراب شي، ښايي تر اسپانيا او ايټاليا هم ناوړه وضعيت ولرو. له دې ټولو سره سره، متحده ايالاتونه له روغتیايي اړخه هم په ډېر بد او معيوب وضعيت کې دي، متحده ايالاتونه هم د نورو لوړ عايد لرونکو هيوادونو په څېر يوازې د ټولنيزې فاصلې د رعايت سپارښتنه کوي، ټرمپ په ډېرې بې پروايۍ د دغه ويروس په خپرېدو کې ونډه درلوده؛ ځکه د هغه اوسنۍ تګلاره او کړنلاره ان دوې روپۍ هم نه ارزي. د نيويارک پوهنتون استاد رومن فرېډمن وايي، چې د امریکا اقتصاد ته په کتو له دغه ويروس سره د مبارزې لپاره ډېرې لږ پيسې ځانګړې شوې چې نږدې په هېڅ حساب دي، خو له بلې خوا دغه ناورين په نورو ايالتونو کې هر ساعت او هره شېبه د بدلون په حال دی، خو برعکس ټرمپ د دغه ويروس له کبله له متضررو شرکتونو سره د مرستې په پار په ناقانونه توګه پنځه سوه میلیارده ډالر ځانګړي دي.

که څه هم د امريکايي ډيموکراسۍ فردي ازادي، له پوپوليستي نوي ټوکېدونکي نړيوال نظم سربيره، د نړۍ په ډېرو برخو کې لاهم ملاتړي لري، خو په نړيواله کچه د لومړيو تصاميمو په برخه کې د امريکا شهرت له منځه تللی دی. دغه څه د ۲۰۰۷ ز کال له مالي بحران او په بې مانا جګړو کې د امريکا له ښکلېدو وروسته پيل شو. دغه راز په کور دننه که څه هم فدرالي اداره لاهم اغېزمنه ده، خو دا چې د ټرمپ په دويمه دوره کې به څه کېږي؟ د دې پوښتنې ځواب خوار پېچلی دی. خو په ټوله کې ويلی شو چې د امريکا د اوسني دولت اساسي اداري وړتياوې تر ډېره پيکه شوې دي. دغه حالت خورا دردوونکې او وېروونکی دی. همدا اوس دولت له خپل علم او ان ټکنالوژۍ سره په جګړه کې دی. هغه کسان چې په امريکا کې په لېبرال ډيموکراسۍ باوري دي، تر ډېره يې امريکا ته دغه زيان اړولې دی، دوی پر دې باور دي چې استبداد تر هرڅه موږ ته ښه تمامېږي چې دغه باور لويديځ هېوادونه له تدريجي مرګ سره مخ کړي دي.

په هر صورت، له روان ناورين سره مبارزې د ټولې نړۍ اخلاقي دنده ده، اړينه ده چې ټوله نړۍ له کرونا ويروس سره ګډه مبارزه وکړي او له دې کبله د رامنځته شوي مالي زيان جبران ته اوږه ورکړي. متحده ايالتونه بايد په دې برخه کې تر نورو ډېر رول ولوبوي. دغه راز پخوانی برېټانوي لوړپوړی چارواکی ګورډن براون وايي، له دغه بحران څخه بايد وروسته د نوې نړۍ په جوړولو کې نوي اصلاحات راشي او نړيواله همکاري لا زياته شي. نړيوال نظم د پياوړو هېوادونو پر همکارۍ متکي دی. امريکا او چين بايد په يوازې ځان نه، بلکې په ګډه د دغه ناورين پر وړاندې ودرېږي، د خپلو ژورو اختلافاتو ترڅنګ بايد د ګډ کار ارزښت او اړتيا هم په پام کې ونيسي. کنم، نه به موږ وو او نه هم اوسنی وضعیت!

Previous Post

په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۳۷ ته رسېدلی دی

Next Post

امریکا یو ځل بیا: له نړیوالو ملاتړو سره د ښو اړیکو لپاره باید ټولشموله حکومت جوړ شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امریکا یو ځل بیا: له نړیوالو ملاتړو سره د ښو اړیکو لپاره باید ټولشموله حکومت جوړ شي

امریکا یو ځل بیا: له نړیوالو ملاتړو سره د ښو اړیکو لپاره باید ټولشموله حکومت جوړ شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

اگست 1, 2021
شي جين پینګ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوترېش سره ولیدل

شي جين پینګ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوترېش سره ولیدل

سپتمبر 5, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved