چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

له کوويد ۱۹ سره مبارزه او په کلک هوډ د سولې خبرو پر مخ بېول

لیکوال؛ په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 5, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
له کوويد ۱۹ سره مبارزه او په کلک هوډ د سولې خبرو پر مخ بېول
1.1k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزير «وانګ يې» څو ورځې دمخه د افغانستان د بهرنیو وزارت له سرپرست وزير محمد حنيف اتمر سره ټليفوني خبرې وکړې. که څه هم دواړو خواوو ډېر پخوا له یو  او بل سره پېژندلي، خو دا د ښاغلي اتمر لخوا د بهرنیو چارو د سرپرست وزير په توګه له ټاکل کېدو وروسته د دوی ترمنځ لومړنۍ ټلېفوني خبرې وې چې په افغانستان کې د کوويد ۱۹ ویروس د چټک خپرېدو او د تلپاتې سولې د نوي فرصت د رامنځته کېدو په حال کې خورا اهميت لري. دواړو خواوو د کوويد ۱۹ پر ضد د چين او افغانستان د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د سولې بهير او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو همکاريو په اړه د نظرونو تبادلې وکړې او د خپلمنځي ستراتيژيکو او همکاريزو اړيکو د ښه پر مخ بېولو پر سر یې خبرې کړې دي.

چين په افغانستان کې د کوويد ۱۹ چټک خپرېدل ویني، په دې پوهېږي چې افغانستان اوس له سترې ننګونې او د اړوندو توکو له کمښت سره مخامخ دی. چينايان خپل ځانونه د افغانانو په غم کې شريک ګڼي. په داسې حال کې چې د ساري ناروغۍ پر ضد اړوند توکي لکه د ولسي خلکو د ژوند د ساتلو ډال یا سپرونه دي.  د کوويد ۱۹ پر ضد ۱۱.۷ ټنه د چين مرستندويه توکي اوس د هرات او کابل په شمول د ولايتونو روغتونونو ته لېږل شوي او د زيات شمېر عامو افغانانو د ژوند ساتلو لپاره کارول کېږي. دا د چين او افغانستان ترمنځ د متقابلې مرستې او د يو بل د برخليکونو د نښلولو څرګندویي کوي. د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د ټليفوني خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې چين او افغانستان تل په خپل منځ کې باور او تفاهم لري او يو له یو او بل څخه ملاتړ کوي. چين چې د افغانستان يو ګاونډی هېواد او ستراتيژيک ملګری دی، په ستونزمن حالت کې به هرو مرو خپل حضور څرګند او افغانانو ته د مرستې لاس ورکړي. چين تر اوسه پورې افغانستان ته د کوويد ۱۹ پر ضد زيات شمېر بيړني توکي برابر کړي او ددغه هېواد په غوښتنې سره به په دوامداره توګه تر خپلې وسې پورې ور سره زياتې مرستې وکړي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير حنیف اتمر د زيات شمېر طبي توکو د برابرولو او د اړوندو تجربو د شريکولو له امله له چين څخه مننه څرګنده کړې او د چين لوړ قدردانی یې کړی چې د کوويد ۱۹ پر ضد چيني مبارزه ډېره اغېزناکه وه.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په ټوله نړۍ کې اوس خلک د کوويد ۱۹ پر ضد مبارزه کوي. چينايانو د مختلفو هېوادونو له خلکو سره يو ځای په ګډو هڅو او همکاريو سره له کوويد ۱۹ سره مبارزه کړې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ يوه نوې پاڼه يې پرانيستې ده. رئيس شي جين پينګ په مسؤلانه توګه د چينايانو په مشرۍ سره د کوويد ۱۹ پر ضد د چيني مبارزې لارښوونې وکړې او ډېرې مهمې لاسته راوړنې يې درلودې. د کوويد ۱۹ پر ضد د چينايانو مبارزې چې د نړيوالې ټولنې صميميانه مرستې او ملاتړ يې تر لاسه کړی، د نړيوالې روغتيا د ساتلو لپاره ډېر مهم رول لوبولی دی.

لومړی:

 چين د کوويد ۱۹ پر ضد د نړيوالې مبارزې لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي دي. چين څه باندې د ۲ مياشتو د کوښښونو له لارې په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې د کوويد ۱۹ خپرېدل يې کنټرول کړي دي. له تېرې مياشت راهيسې په چين کې يوازې ډېر لږ کسان پر دغه ويروس اخته شوي او د هېواد په دننه کې ددغه ويروس خپرېدل نسبتاً بند درېدلي دي. د دې تر څنګ په چين کې اقتصادي او ټولنيزې چارې اوس په منظمه توګه عادي حالت ته ور ګرځي. د نړيوالې فابريکې په توګه د چين د توليدي چارو عادي کېدل په ټوله نړۍ کې د طبي توکو د کمښت د له منځه تلو لپاره شوي  او د نړيوال اقتصاد د ژر اعاده کېدو لپاره يې مهم رول لوبولی دی.

 دویم:

چين د کوويد ۱۹ پر ضد د نړيوالې مبارزې لپاره خپل وړانديزونه وړاندې کړي دي. رئيس شي جين پينګ د کوويد ۱۹ له خپرېدو راهيسې د مختلفو هېوادونو له مشرانو سره د ويروس پر ضد د ګډې مبارزې لپاره زياتې سلامشورې کړې او نړيوالې ټولنې ته د مرستې برابرولو په اړه يې د چين صميمي هيلې او ښه نيت څرګند کړی دی چې د ويروس پر ضد په نړيواله مبارزه کې يې لارښوونکی رول لوبولی دی.

درېيم:

 چين د کوويد ۱۹ پر ضد نړيواله مبارزه کې خپلې دندې تر سره کړې دي. چين ددغه ويروس له چټک خپرېدو راهیسې تل اړوندو نړيوالو همکاريو ته په درنه سترګه کتلي او ګوري. که څه هم د چين پر اوږه باندې د ويروس پر ضد د مبارزې دندې لا تر اوسه درنې دي، خو موږ تل تر خپلې وسې پورې بهرنيو هېوادونو ته زياتې مرستې برابرې کړې او ور سره نیږدې همکارۍ کړې دي.

 څلورم:

 چين د کوويد ۱۹ پر ضد خپل دريځ بيان کړی او له زياتو هېوادونو سره يې ډېرې زياتې موافقې کړې دي. څه باندې ۱.۴ ملياردو چينايانو په يووالي او ګډو هڅو سره د عمومي منشي شي جين پينګ په محور د چين کمونېست ګوند د قوي مشرۍ، د چيني حکومت د علمي، روښانه او اغېزناکو اقداماتو او د مختلفو هېوادونو د قميتي مرستې او ملاتړ په اتکا د کوويد ۱۹ د خپرېدو مخنيوی کړی دی.دغه هېوادونه د چين په دريځونو پوه شوي او تفاهم یې ور سره کړی دی. بېلابېل هېوادونه او نړيواله ټولنه اوس له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې د کوويد ۱۹ د خپرېدو په برخه کې دې پر چين بې دليله تورونه ولګول شي.

نړيوالې ټولنې د ساري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په ترڅ کې د چينايانو لخوا د څرګند شويو ځواکونو، د چين ځانګړې روحيې، اغېزناکتوب او د مسؤلانه رويې زياتې ستاينې کړې دي. څه دپاسه ۱۷۰ تنو دولتي مشرانو، د نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو مسؤلينو او د بهرنيو سياسي ګوندونو او ډلو کابو ۳۰۰ تنو مشرانو په ستونزمن حالت کې چيني مشرانو ته خپله همدردي او خواخوږي څرګنده کړې ده. نړيواله ټولنه په دې نظر ده چې چين د ساري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول تر څنګ د روغتيا له نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې سره زياتې همکارۍ کړې دي، د معلوماتو تبادلې يې کړې، پر وخت يې د کوويد ۱۹ جينتيک جوړښت شريک کړی، په چټکۍ سره يې د کوويد ۱۹ په اړه د چټکې طبي ازموينې بکسونه  اختراع کړي او په نړۍ کې ددغه ويروس د خپرېدو د مخينوي لپاره يې ډېر فعالیتونه کړي دي. چين نه يوازې د خپلو خلکو د ساتلو لپاره خپلې دندې تر سره کړې دي، بلکې د نړيوالې روغتيا د ساتلو لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. نړيوالې ټولنې د چين لخوا نيول شوي تدبيرونه ډېر اغېزناک وبلل.

چين د کوويد ۱۹ پر ضد د افغانانو له مبارزې څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې په دغه هېواد کې د سولې بهير هم پرمخ بوځي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د ټلطفوني خبرو په ترڅ کې د سولې بهیر وروستي پرمختګونه بيان کړل او د چين د مهم رول ستاينه يې کړې ده. هغه هيله ښودلې چې چين له نورو سيمه ييزو هېوادونو سره يو ځای د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ د تړون د رامنځته کولو لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي. د چين دولتي شورا  غړي او خارجه وزير وانګ يي په دې اړه څرګنده کړه چې چين د سولې بهير په اړه د افغان حکومت له ياد وړانديز څخه ملاتړ کوي او له مختلفو خواوو څخه غوښتنه کوي چې خپل باور ټينګ کړي او ژر يو سياسي تړون جوړ کړي.

 د افغانستان راتلونکي سياسي ترتيبات بايد پراخ بنسټ ولري، له ټولو ترهګرو سره دې مبارزه وکړي او د سولې او دوستۍ پر بنسټ دې ديپلوماتيکې تګلارې پلې کړي. ښاغلي وانګ يي زياته کړه چې چين د افغانستان د يو ګاوندي هېواد او نیږدې ملګري په توګه تل د افغانانو له خپلې منتخبې لارې څخه ملاتړ کوي او غواړي چې د افغانستان د سولې په بهير کې يو مثبت ملاتړ کوونکي، منځګړيتوب کوونکي او اسانتيا برابرونکي وګرځي په توګه خپل رول ولوبوي.

دواړه خواوې په دې اړه موافقې ته رسېدلې دي چې د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته په ګډه پرمختګ ورکړي. ښاغلي وانګ يي وويل: چين غواړي چې له افغانستان سره يو ځای د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته پرمختګ ورکړي، په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي او دواړو هېوادونو او خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي. ښاغلي اتمر څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په افغانستان کې ډېر هرکلی شوی دی او دواړو هېوادونو او سيمې ته يې زياتې ګټې رسولې دي. افغانستان په دې هڅه کې دی چې له چين سره يو کمربند او يوه لاره په ګډه اباده کړي او د افغانستان او چين ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې پرمخ بوځي. له وروستيو څو کلونو راهيسې افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې ډېره برخه درلوده. موږ ډېر خوشحاله يو چې مخ په زياتېدونکي افغان جلغوزي چين ته صادر شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو سوداګريز ارزښت کال په کال زياتېږي. د افغان بزګرانو او سوداګرانو عايدات په واقعي توګه زيات شوي دي.

ښاغلي اتمر هيله وښوده چې چين د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي په خاطر خپلې مرستې ته دوام ورکړي. ښاغلي وانګ یي په دې اړه وويل: چين د نورو په پرتله زيات ليوالتيا لري چې افغانستان او پاکستان له یو بل سره په سوله کې ګډ ژوند وکړي او ښې دوه اړخیزې اړیکې ولري. هر څه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د متقابل باور او د اړيکو د ښه والي په ګټه وي، چين به دغسې کارونه وکړي او پلان لري چې په مناسب وخت کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو ګډه غونډه جوړه کړي تر څو درې اړخيزې همکارۍ په پر له پسې توګه پرمختګونه ومومي. افغانستان او پاکستان دايمي ګاونډيان دي او دواړه د چين نیږدې ملګري دي. زه خوشحاله يم چې له يوې مودې راهيسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې ښه والی راغلی او هيله لرم چې دغه تمايل به په پر له پسې توګه ټينګ او پياوړی شي.

ويروسونه د سرحداتو په تېرېدو سره د مختلفو نژادونو په منځ کې خپرېږي. انسانان چې ګډ برخليک لري، بايد د لاسونو په ورکولو سره له کوويد ۱۹ سره ګډه مبارزه وکړي. اوس مهال نړيواله ټولنه ټينګ باور، يووالی او نیږدې همکارۍ ته اړتيا لري او په ګډ ځواک او همکارۍ  سره به د کوويد ۱۹ پر ضد نړيواله مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کوي.

Previous Post

مایک پمپیو: پر ایران باید د وسلو د پېر بندیز تمدید شي

Next Post

عامې روغتیا وزارت: نړیوالې ادارې دې له کرونا سره د مبارزې لپاره همکاري راسره وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
عامې روغتیا وزارت: نړیوالې ادارې دې له کرونا سره د مبارزې لپاره همکاري راسره وکړي

عامې روغتیا وزارت: نړیوالې ادارې دې له کرونا سره د مبارزې لپاره همکاري راسره وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Double Two In Craps

سپتمبر 8, 2025
عبدالله: طالبان دې پلمې نه کوي د سولې خبرو ته دې غاړه کېږدي

عبدالله: طالبان دې پلمې نه کوي د سولې خبرو ته دې غاړه کېږدي

اگست 17, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved