چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

له ۶۷ کلونو راهيسې د چين د وارداتو او صادراتو معاملوي نندارتون د صادراتو عمومي ارزښت ۱۵۰۰ ميليارډه امريکايي ډالرو ته رسېدلی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 18, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۳م معاملوي نندارتون اوس په ګوانګ جو ښار کې روان دی او ډېر نويِ تخنيکونه، توليدات او تجهيزات پکې نندارې ته وړاندې کيږي. د دې نندارتون د جوړېدو په ۶۷ کلنه موده کې د صادراتو عمومي ارزښت ۱۵۰۰ ميليارډه امريکايي ډالرو ته رسېدلی او د توليداتو جوړښت او کيفيت په پر له پسې توګه غوره شوی او د نړيوالو سوداګرو پام يې هم جلب کړی دی.

په سږني نندارتون کې هغه غرفه چې کتوونکو ته (ځيرک کوټ بند) پکې ښودل کيږي، په تېرو دوو ورځو کې يې د ډېرو سوداګرو پام راجلب کړی دی. د دې نندارتون یوه ګډونوال لو بو چیانګ ويلي: کله چې ما په ۲۰۱۹ کال کې په دې نندارتون کې ګډون کاوه، يوازې ساده کورني وسايل مې ور وړي وو. خو د بازاري اړتياوو په بدلېدو سره مې له وروستيو کلونو راهيسې ټول پر ځيرکو مصنوعي توليداتو بدل کړي دي. هغه وویل، چې په اروپا او امريکا کې سوداګر عصري تخنيکي توليداتو ته ډېره پاملرنه کوي او هغوی په نندارتون کې ځينې نوي توليدات پيدا کوي، د بېلګې په توګه د نوې انرژۍ اړوند توليدات. همدا اوس چې دغه ډول کوټ بند بهرنیو سوداګرو ولېدل، سمدلاسه يې واخیستل.

په دې نندارتون کې ډېرو تصديو، کتوونکو ته نوي توليدات، تخنيکونه او تجهيزات وړاندې کړي چې ډېر سوداګر يې جلب کړي او د همکارۍ غوښتنه يې کړې. د چين عصري صنعتي سيستم په دې نندارتون کې د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی.

په سږني نندارتون کې توليدي او شخصي تصدۍ د نندارتون د ګډون کوونکو تر ټولو لویه برخه نيسي او جوړښت يې لا غوره شوی او د توليداتو کيفيت يې لا لوړ شوی دی چې دا هم د پاملرنې وړ ټکی دی. د دې نندارتون په موده کې شاوخوا اته سوه زره ډوله نوي توليدات نندارې ته ښودل کېږي او د نويو توليداتو په اړه به درې سوه خبري ناستې هم تر سره شي.

د کورنيو وسایلو د یوه جوړونکي شرکت د عمومي مدير مرستيال جانګ چينګ فو ويلي: موږ نه يوازې مشتريانو ته توليدات راوړو، بلکې د هوسا ژوند د تر لاسه کولو لپاره هغوی ته مناسبه لايحه هم جوړوو.

نه یوازې د ګډون کوونکو تصديو جوړښت لا غوره شوی بلکې په ښودل شويو توليداتو کې بدلونونه هم راغلي دي، له دې ټولو ښکاري چې صنعتي جوړښت لا نوی او ښه شوی دی. په همدې وجه ډېر کورني او بهرني سوداګر هم راجلب شوي دي. بنګلاديشي سوداګر مي تونګ داسې ويلي: اوس په چین کې علمي او تخنيکي پرمختګ چټک شوی دی. زما په هېواد کې الکترونکي توليدات ښه بازار لري. دغه نندارتون زما لپاره يو ښه فرصت دی، نو غواړم چې همدغه ډول توليدات واخلم او له اړوندو تصديو او شرکتونو سره همکارۍ وکړم تر څو بنګلاديشيان د چين د عصري تخنيک په باب لا زيات معلومات تر لاسه کړي. په ورته وخت کې به زه هم د هېواد په دننه کې د ځينو نورو ډګرونو له لارې د چيني توليداتو او کلتور په شمول زيات معلومات خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړم.

د ياد نندارتون د مرستيال سرمنشي او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ مرکز مرستيال ون جونګ ليانګ وویل: دغه نندارتون نه يوازې د چين د ورخلاصون لپاره مهمه کړکۍ ده، بلکې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ يو مهم ډګر ګڼل کېږي. د دغه نندارتون ګډون کوونکي په حضوري توګه پکې ګډون کوي. له دې ښکاري چې چين به له خپل غوره والي په استفادې سره په نړيوالې سوداګرۍ کې فعال ګډون ته ادامه ورکړي او د ځاني پرمختګ ترڅنګ به نړۍ ته هم ګټې ورسوي. هغه وويل، د دغه نندارتون د جوړېدو له ۶۷ کلونو راهيسې د صادراتو عمومي ارزښت ۱۵۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره و او د ګډون کوونکو سوداګرو شمېر شاوخوا لس مليونه تنو ته رسېدلی چې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پرمختګ لپاره يې ځانګړی او مهم رول لوبولی دی. په نوې زمانه کې به دغه نندارتون په دوامداره توګه د ورخلاصون د لا پراخوالي او د چيني او بهرنيو سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا لپاره مهم پل وګرځي.

Previous Post

د سرپرست حکومت مشر: نړۍ سره ښې اړیکې او متقابل تعامل غواړو

Next Post

چين هيله لري چې د يمن مسئلې د سياسي حل په برخه کې واقعي ګامونه پورته کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين هيله لري چې د يمن مسئلې د سياسي حل په برخه کې واقعي ګامونه پورته کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هلمند کې د موټر چپه کېدو له امله شپږ تنه مړه شوي

هلمند کې د موټر چپه کېدو له امله شپږ تنه مړه شوي

جولای 31, 2024
د بلخ سېلو تر ۲۵ کاله ځنډ وروسته بېرته فعالیږي

د بلخ سېلو تر ۲۵ کاله ځنډ وروسته بېرته فعالیږي

جولای 31, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ