د لوګر ولایت د پلعلم ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د ۱۴۰۵ کال له پیل څخه تر دې دمه یې ۳۲ میلیونه افغانۍ ثابت او غیرثابت عواید راټول کړي دي. د ښاروالۍ د مالوماتو له مخې، اوس مهال په پلعلم ښار کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پراختیايي پروژو چارې روانې دي. مسوولین وايي، د روان کال لپاره د درې زره جوازونو د وېش پلان هم جوړ شوی چې تر اوسه یې ۴۰ سلنه عملي شوی دی.













