د چين صدراعظم لي چيانګ د دسمبر په نهمې نېټې په بېجينګ کې د نوي پرمختګ بانک د مشرې ديلما روسيف، د نړيوال بانک د رئيس اجای بانګا، د نړيوال پولي صندوق د مشرې کريستالينا جيورګيوا او د تجارت نړيوال سازمان د عمومي مديرې نګوزي اوکونجو ايويلا په ګډون د سترو نړيوالو اقتصادي سازمانونو له مشرانو سره د “۱+۱۰” خبرې اترې وکړې.
لي چيانګ په دې ناسته کې ويلي، چې اوسمهال د نړۍ اقتصادي وده کمزورې ده، د اقتصاد نړيوال کېدل او څو اړخيزم له خنډونو او ننګونو سره مخامخ دی. خو د چين اقتصاد د پرمختيا اصلي بنسټ نه دی بدل شوی، چين غواړي له ټولو خواوو سره د نړيوال اقتصاد د سالم او ثابت پرمختګ لپاره ګډ کوښښ وکړي.
د نړيوالو اقتصادي سازمانونو مشرانو د چين د سترو انکشافي لاسته راوړنو ستاينه وکړه او د څواړخيزم او نړيوال کېدو د ساتنې لپاره يې له چين سره د همکارۍ د پياوړتيا هيله څرګنده کړه.











