سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

افغان چارواکی: تمه ده، افغانستان د چين د اکمالاتي ځنځير نړيوال نندارتون څخه برخمن شي

لیکنه: غاټول؛ د سي جي ټي ان خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 16, 2025
in نړیوال خبرونه
0
افغان چارواکی: تمه ده، افغانستان د چين د اکمالاتي ځنځير نړيوال نندارتون څخه برخمن شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړیوال نندارتون د جولای په ۱۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شو، چې د همدې میاشتې تر شلمې نېټې پورې به دوام ولري. په دې نندارتون کې سلګونه کورنیو او بهرنیو تصدیو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو او د سيمه ييزو همکاریو ارګانونو ګډون کړی، چې د نړۍ پام یې ځان ته اړولی دی.

د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې چارواکي ذبیح الله پادشاه دغه نندارتون ته ډېر پام اړولی او له سي جي ټي اېن سره يې په خبرو کې هيله ښودلې، چې افغانستان هم د چين له دغه نندارتون څخه برخمن شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړیوال نندارتون له نړۍ سره د وصل او د روښانه راتلونکي د برابرولو په سرلیک ترسره کيږي او د مخکښو تولیداتو د توليد، ځيرکو موټرو، زرغونې کرنې، پاکې انرژۍ، ډيجيټلي ساينس او تخنيک، روغتيا، ژوند او د اکمالاتي ځنځيرونو د خدمتونو په شمول پر اوو برخو ويشل شوی او د نړۍ د صنعتي ځنځيرونو په همکاريو کې نوې لاسته راوړنې او تجربې منعکسوي.

ښاغلي ذبیح الله پادشاه ويلي، د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړيوال نندارتون څو اړخیز ارزښت لري.

۱. د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړیوال نندارتون د دغه هېواد له حکومت سره د نړیوالو اړیکو او اقتصادي پراختیا لپاره ګټور دی.

۲. د دغه نندارتون ارزښت ته په کتو، دا ځل په دغه نندارتون کې لوېدیځو کمپنيو هم خپل توکي او محصولات نندارې ته وړاندې کړي، چې دا تر ټولو ډېر د پاملرنې وړ ټکی دی.

۳. دغه نندارتون د هغو شرکتونو لپاره، چې د مصنوعي ځیرکتیا، پاکې انرژۍ او ځیرکو موټرونو په برخه کې کار او پانګونې کوي، ډېر ارزښت لري. دغه نندارتون نه يوازې د دغو شرکتونو د توليداتو د ښودلو لپاره ښه فرصت دی، بلکې د دوی لپاره د نظريو د تبادلو او همکاريو يو ډګر هم دی.

د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړیوال نندارتون کې د پاکې انرژۍ، کرنې، ماشينونو، ليتیم بېټريو، د نفتو د استخراج او مخکښو توليداتو د توليد په برخو کې بېلا بېل ځنځيرونه نندارچيانو ته وړاندې کوي.

ذبیح الله پادشاه په دې اند دی، چې افغانستان باید تر ډېره پر پاکې انرژۍ او کرنې تمرکز ولري، ځکه زراعت د خواړو او پاکه انرژي بیا د چاپېریال ساتنې اساسي او بنسټیز اصل دی او دواړه برخې د تلپاتې پرمختګ لپاره خورا اړینې دي.

افغانستان کې څلور کاله کېږي، چې جګړه درېدلې او اوس په دغه هېواد کې د ابادۍ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ډېرې هڅې پيل شوې دي، خو له جګړې پاتې ستونزې ژر نه شي لرې کيداې او د بيارغونې کارونو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.

د ښاغلي ذبیح الله پادشاه په اند، د نندارتون بشپړ اکمالاتي ځنځيرونه د بيارغونې او پرمختګ لپاره مرسته برابرولی شي. هغه وويل:

((د دغه نندارتون د نوښتونو برخه به د پرمختګ او ودې لپاره نوې دروازې پرانیزي او دا يو ډېره ښه فرصت دی او بازار ته به پرمختللې ټکنالوژي وړاندې کړي، پانګونې ته به فرصتونه برابر کړي او په مهمو برخو لکه کرنې او پاکې انرژۍ کې به نوي بدلونونه راولي. دغه نندارتون او نوښتونه يې د افغانستان لپاره د روښانه راتلونکي زیری دی. زه باوري یم، چې په چین کې دغه ډول نندارتونونه کولای شي د افغانستان د بیارغونې او ابادۍ په برخه کې مهم رول ولوبوي، ځکه دغسې نندارتونونه نورو ته نوې ټکنالوژي، پانګونه او نړیوالې تجربې ورپېژني. که افغان حکومت، شرکتونه او سوداګر پکې فعاله برخه واخلي، نو دا به د اقتصادي ودې، کرنیز پرمختګ او صنعتي ظرفیت لوړولو لپاره ښه فرصت وي. په دې اساس، زه هیله مند یم، چې افغان لوري په دې نندارتون کې همکاريز فرصتونه پیدا کړي او له دې لارې له نړیوالو شریکانو سره اړیکې پراخې کړي)).

Previous Post

د شن جو ۱۹ نمبر انسان وړونکې بېړۍ ستورمزلي له فضا څخه تر ستنېدو وروسته رسنیو ته معرفی شول

Next Post

د چين څوارلسم پنځه کلن پلان؛ اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين څوارلسم پنځه کلن پلان؛ اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه

د چين څوارلسم پنځه کلن پلان؛ اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ګوترېش: د اوکراين جګړې د ختمولو لپاره د سولې خبرو امکان نشته

ګوترېش: د اوکراين جګړې د ختمولو لپاره د سولې خبرو امکان نشته

مې 10, 2023
روسي شرکتونو او بنسټونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

روسي شرکتونو او بنسټونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

مې 26, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ