د چین صدراعظم لي چيانګ د مې د ۲۷مې نېټې په ماسپښین په کوالالمپور کې د اسيان، چين او د خليج د همکارۍ شورا د سرمشریزې په څنډه کې د ویتنام له صدراعظم فام مين چین سره وکتل.
لي چيانګ وويل، چين غواړي له ويتنام سره د رئيس شي جين پينګ د وروستي سفر د لاسته راوړنو د پلي کولو، د لوړې کچې د تګ راتګ د ساتلو، د متقابل سياسي باور د ژورولو، په بېلابېلو برخو کې د متقابلو ګټورو همکاريو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د لوړ کيفيت او ژورې کچې ته د ودې ورکولو لپاره ګډ کوښښ وکړي.
فام مین چین هم په دې لیدنه کې وویل چې ویتنام غواړي له چین سره په درې اړخیزه همکارۍ کې د ډېرو عملي پایلې ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.
ده زیاته کړې چې اوسنی نړیوال وضعیت له ننګونو څخه ډک دی او ویتنام غواړي له چین سره همغږي پیاوړې کړي او په ټینګه خپل مشروع حقونه او ګټې وساتي.












