د «ماډرن ډیپلوماسي» خپرونه وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین هڅې باید په یوه ګډ چوکاټ کې همغږې شي. دغې خپرونې په یوه تحلیلي مطلب کې ویلي، د یادو هېوادونو هڅو د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته کړې، خو د ګډ چوکاټ او اغېزمن میکانیزم نشتوالي یې د اساسي حل مخه نیولې ده. د تحلیل له مخې، د څلورو هېوادونو هڅې ناکامې نه دي، خو د هڅو پراګندګي د دې لامل شوې چې هر هېواد د کړکېچ پر بېلابېلو اړخونو تمرکز وکړي. «ماډرن ډیپلوماسي» وړاندیز کړی چې چین دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او خبرو د بهیر د اصلي همغږي کوونکي په توګه وټاکل شي.













