د نېشنل دیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ د ډزو په یوه پېښه کې ټپي شوی دی. د راپورونو له مخې، داوړ له خپلو نورو ګوندي ملګرو سره یو ځای د شمالي وزیرستان میرانشاه په پوځي سیمه کینټ کې د ټولټاکنو پایلو ځنډولو له کبله احتجاج کاوه، چې د ډزو پېښه رامنځته شوې. په دې پېښه کې د محسن داوړ څلور نور ملګري هم ټپیان شوي دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي. په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې محسن داوړ په ټپي شوي حالت کې پر ځمکه پروت دی او کالي یې په وینو ککړ دي.












