چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

مساوات، درناوی او دوستي د چين او افغانستان د اړيکو ځانګړتیا ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 2, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

۲۰۲۵م کال د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو ۷۰ مه کليزه ده.

د چين او افغانستان اړیکې له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې، که د نړۍ وضعيت هر څنګه ادلون بدلون موندلی، د متقابل درناوي، مساواتو او دوستۍ پر بنسټ پرمخ روانې دي او دا له ګاونډيو هېوادونو سره د چين د اړيکو نمونه بلل کېږي او د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې ښکارندويي کوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

 ډېری افغانان داسې ارزونه لري، چې چين د نړۍ لوی هېواد دی، خو له نورو لویو هېوادونو سره توپيرونه لري، ځکه افغانستان يې هېڅکله نه دی ځورولی، د افغانستان په کورنيو چارو کې يې هېڅ لاسوهنه نه ده کړې او افغانانو له چين سره دوستي او باور له اوږدمهالې ازموينې وروسته پاللی دی.

چين او افغانستان خپلمنځي رسمي اړيکې په ۱۹۵۵م کال کې ټينګې کړې، خو له دې مخکې يې دوستي لرغونې مخينه لري. د دواړو خواوو خلکو څه باندې دوه زره کاله وړاندې تجارتي او ډيپلوماتيکه راشه درشه درلوده. دواړو هېوادونو د معاصرې زمانې په درشل کې د استعمار، امپرياليزم او بادارۍ پر وړاندې مبارزې کړې او په سترو بيو يې ملي خپلواکۍ ګټلې دي او دواړو هېوادونو په دغو جريانونو کې يو له بل څخه ملاتړ کړی او نږدې همکارۍ یې کړې دي.

د نوي چين بنسټګر ماو ځه دونګ په ۱۹۶۴م کال کې د افغانستان له پاچا ظاهرشاه سره د لیدنې پرمهال لومړۍ دغه جمله وويله:”افغانستان يو اتل هېواد دی او په تاريخ کې يې هېڅکله نورو ته ځان نه دی تسليم کړی. “

په نوې زمانه کې د چين او افغانستان اړيکې ډېرې د پاملرنې وړ دي. افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې راوتلی او د بيارغونې په هڅه کې دی. چين د افغانستان په اړه پر داسې پاليسۍ ټينګار لري، چې له مخې يې د دغه هېواد خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا، د افغانانو د خپلواک انتخاب او ديني عقيدې او قومي دودونو ته درناوی کوي، په کورنيو چارو کې یې هېڅ لاسوهنه نه کوي او په دغه هېواد کې خپلې شخصي ګټې او د نفوذ حدود نه لټوي.

چين په رښتينو کړنو له افغانستان سره د اقتصادي ودې او د خلکو د ښېګڼې په برخو کې مرستې کوي. د چين دولت رئیس شي جين پینګ د ۲۰۲۴م کال په فبرورۍ کې په پلازمېنې بېجينک کې د افغانستان د لوی سفير باورليک ومانه.

له تېرو دريو کلونو راهیسې، د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو همکاريو يو لړ مثبت پرمختګونه موندلي دي. د بېلګې په توګه، د امو سیند نفتي حوزه کې د چين پروژه سالمه روانه ده او تراوسه يې افغان لوري ته له ۴۰ ميليونو ډالرو زيات مالي عواید رسولي دي او دغه راز په دغه هېواد کې يې د مس عينک کان پروژې د بيا پيل هڅې روانې دي او دغه کان ته د غځېدلې لارې کارونه د ۲۰۲۴م کال په جولای کې پيل شوي دي.

د چين او افغانستان تصديو د جلغوزيو د پروسېس د همکارۍ تړون لاسليک کړی، چې دا د جلغوزيو د پروسېس په معياري کولو، پراخولو او عصري کولو کې ډېره مرسته کوي. د چين او افغانستان ترمنځ مستقيم پروازونه ښه روان دي او د چيني سوداګرو او د تصديو مسئولينو ته یې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر کې د چين – افغانستان د مستقيم باروړونکي اورګاډي تګ راتګ بيا پيل شو، چې له هوايي دهليز سره په ګډه زیات غوره افغان توليدات د چين لوی بازار ته لېږدوي.

د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۳۱مه

د چين- افغانستان د مستقيم باروړونکي اورګاډي تګ راتګ بيا پيل  

چين د ۲۰۲۴م کال له ډسمبر څخه د افغانستان محصولاتو ته د صفر تعرفې امتياز ورکړی او د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته یې نوي فرصتونه برابر کړي دي او خپلمنځي سوداګري يې کال په کال په زياتېدو ده.

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې شمېرې ښيي، چې په وړم ۲۰۲۳م کال کې د چين او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري يو ميليارده او ۲۲۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۲م کال په پرتله ٪ ۱۲۵ زياتوالی ښيي او د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې يې سوداګريز ارزښت ۷۵۰ ميليونه ډالره ښودل شوی او وړاندوينه یې کېږي، چې د ټول ۲۰۲۴م کال سوداګريز ارزښت به يې له يو ميليارد او ۵۰۰ ميليونو ډالرو پورته شي.

دواړو هېوادونو په ښوونيزو، پرسونلي او کلتوري برخو کې هم همکارۍ نږدې کړې دي.

چين پدې وروستيو کلونو کې د کابل پوهنتون تدريسي او اېډېټوريم ودانۍ او د افغانستان د مسلکي مهارتونو ملي پوهنځی جوړ کړي دي. د کابل پوهنتون کنفوسيوس پوهنځي ډېر داسې مستعد کسان روزلي، چې په چيني ژبې ښه پوهېږي او چيني کلتور سره ښه بلدتيا لري. اوسمهال تر زرو زيات افغان محصلين په چين کې او نږدې ۲۰۰ محصلين د کابل پوهنتون په کنفوسيوس پوهنځي کې زده کړې کوي.

د چين سفارت د کابل پوهنتون ۶۰ غوره محصلينو ته د لوی سفير په نوم سکالرشيپونه ورکړي دي.

د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر نهمه

 په کابل پوهنتون کې محصلينو ته”د چين لوی سفير“سکالرشيپونه ورکړل شول

چين له افغانانو سره د توان لوړولو مرستو ته ډېره پاملرنه کوي.

په ۲۰۲۴م کال کې نږدې ۶۰۰ افغان چارواکي او کادرونه د روزنيزو برنامو لپاره چين ته تللي او د چین تجربې یې خپلې کړې دي.

چين له يادو چارواکو او کادرونو سره د صنعت او کرنې، طب او روغتيا، ښوونې او علمي ټېکنالوژۍ، اقتصاد او سوداګرۍ، د نشه يي توکو ضد مبارزې په ګډون د بېلا بېلو برخو ګټورې تجربې شریکې کړې دي.

چين له ۲۰۲۱م کال راهیسې له افغانستان سره تر ۵۰۰ ميليونو يوانو زیاتې مرستې کړې او دا مرستې یې د وبا، زلزلو، وچکالۍ او سېلابونو په ګډون د بېلا بېلو ناورينونو له امله زيانمنو افغانانو ته رسولې دي.

په افغانستان کې د چين لوی سفیر جاو شينګ څو څو ځلې ويلي، چې هېواد به يې له افغانستان سره د يو ميليارد يوانو د مرستو ژمنې د پوره کولو هڅو ته دوام ورکړي او د افغانستان د اړتياوو له مخې به تر وسې پورې نورې مرستې هم ورسره وکړي.

د چين او افغانستان پر رسمي اړيکو ۷۰ کاله تېر شوي او مساوات، درناوی او دوستي یې د خپلمنځي اړيکو اصلي ځانګړتیا پاتې شوې ده.

تمه ده، په نوي ۲۰۲۵م کال کې به دواړه هېوادونه خپلمنځي ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې لا نورې هم ژورې کړي، د کمربند او لارې ګډې ابادۍ ته به باکيفيته وده ورکړي، د افغانستان او سيمې دايمي سولې او سمسورتيا ته به ځواک ورکړي او خپلو خلکو ته به زیاتې ګټې ورسوي.

Previous Post

اندونیزیا د نړۍ د ۸۰۰,۰۰۰ جوماتونو کوربه هېواد دی

Next Post

شي جين پينګ او مېرمنې يې د نوي کال په مناسبت د امریکا یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو ته د مبارکۍ کارت ورکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ او مېرمنې يې د نوي کال په مناسبت د امریکا یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو ته د مبارکۍ کارت ورکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Can We Use Neteller

سپتمبر 8, 2025
امریکا کې د الوتکې نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي

امریکا کې د الوتکې نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي

دسمبر 6, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved