د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خوراکي محصولاتو د تخصصي کمېټې لومړۍ غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د خوراکي توکو د وارداتو د اړتیاوو پر ارزونه او د بازار د ثبات پر ښه والي ټینګار شوی. د یادې کمېټې د معلوماتو له مخې، د ترسره شویو هڅو په پایله کې د ځینو اساسي خوراکي توکو بیې په تېره یوه میاشت کې ۱۰ سلنه راکمې شوې دي. په غونډه کې ټینګار شوی چې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول او د بازار د ثبات لپاره به ګډې هڅې لا هم دوام ولري.













